دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۵۹
د مطلب کود : 81787
بدخشان: په جرم ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد وسله وال پاڅون پیل شوی دی
د بدخشان امنیتي چارواکي وايي، په جرم ولسوالۍ کې په لسګونو کسانو د طالبانو پر ضد وسله وال پاڅون پیل کړی.
د بدخشان د امنیې قومندانۍ د امنیت امر سیدجهانګیر ازادي راډیو ته وویل، دا کسان نن د جرم په دهنه خستک سیمه کې د طالبانو پر ضد راپاڅیدلي چې په وسلو هم سمبال دي.
ښاغلي عمرخیل وویل، په دهنه خستک سیمه کې د بیروچو یو کان موجود دی چې طالبان ورته د رسیدو په خاطر وخت ناوخته له افغان ځواکونو سره نښتې کوي او د سیمې خلکو ته یې ستونزې پیدا کړي دي.
تیره اونۍ د پروان چارواکو وویل چې؛ د دې ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې خلکو د طالبانو پرضد پاڅون کړی دی.
وسلوالو طالبانو د سیاګرد ولسوالۍ پاڅون رد کړی، خو د بدخشان د جرم په ولسوالۍ کې د وروستي پاڅون په اړه یې څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyyav.t1azv26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته