دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۴۴
د مطلب کود : 82004
افغان حکومت له ناټو سره د امنیتي، دفاعي تړون په اړه غور کوي
افغان حکومت له ناټو سره د دوه اړخیزو امنیتي، دفاعي همکاریو د تړون په اړه غور او څېړنه پیل کړې ده.
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفرسپنتا تېره ورځ د ملي امنیت شورا په غونډه کې وویل؛ په پښتو او دري ژبو له ناټو سره د دوه اړخیزو همکاریو د تړون په اړه د ناټو د وړاندیز د ژباړې کار پیل شوی او دا سند تر غور او څېړنې لاندې دی.
د افغانستان او امریکا ترمینځ د امنیتي همکاریو د لاسلیک پرسر د لانجو په دوام ناټو په دې وروستیو کې هیله وښوده چې؛ له افغانستان سره د امنیتي، دفاعي همکاریو یو تړون لاسلیک کړي.
د جمهوري ریاست د بیان له مخې په دې غونډه کې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د نړیوالو ځواکونو د حضور د دوام لپاره د خبرواترو د پیل په برخه کې د ناټو د وړاندیز په اړه هم معلومات ورکړل.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbagbw.rhb5gp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته