دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۲۹
د مطلب کود : 82980
د کرنې وزارت افغان بزګرو ته ۳۰ میلیونه ډالره پور ورکړی دی
د کرنې وزارت وایي، د کرنیزو محصولاتو د ډېرېدو په هدف یې روان کال په ټول افغانستان کې بزګرو ته دېرش میلیونه ډالره پور ورکړی دی.
د کرنې وزارت مرستیال "میر امان الدین حیدري" نن په مزار شریف کې یوې غونډي ته وویل؛ چې دوی په پام کې لري، راتلونکې کال دا اندازه سل میلیونه ډالرو ته لوړه کړي.
ښاغلي حیدري دغه راز وویل، چې ټاکل شوې په شپږو ولایتونو کې د کرنیزو محصولاتو د ساتلو لپاره اته سړې خونې هم جوړې شي.
د نوموړي په وینا، دا سړې خونې د ۲۸ میلیونه ډالرو په ارزښت په نږدې راتلونکې کې جوړیږي
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdce7o8v.jh8wvi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته