دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 84237
په میدان وردګو ولایت کې د یوې ترافیکې پېښې له امله څلورتنو ته مرګ ژوبله واوښته .
د کابل – کندهار پر لویه لاره د میدان وردګو ولایت اړوند د سیداباد ولسوالۍ په لوړې سیمه کې د یوې ترافیکې پېښې له امله یو تن مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
دغه پېښه تېره ورځ ناوخته هغه مهال رامنځته شوه،کله چې یوه کرولا ډوله موټر،چې له کابل ولایت څخه کندهار ته پر لاره وه او د یوه ټیلر ډوله موټر سره وجګیده .
د پېښې ټپيان،چې د یوتن روغتیایي وضعه یې د اندېښنې وړده، کابل ولایت ته د درملنې په موخه لیږدول شوي دي .
د یادې پېښې لامل د دواړو موټر چلوونکو ګړندی تګ ترڅنګ په پردي لاس د موټر چلول په ګوته شوي دي .
د یو بل خبر له مخې تېره ورځ ناوخته د چک ولسوالۍ په پنه سیمه کې د وسله والو مخالفینو له لورې د یو ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په ترڅ کې یو ملکي وګړی،شهید شوی دی .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي پر یادو دواړو پېښو د خواشینۍ څرګندولو سربیره،له موټر چلوونکو یو ځل بیا غوښتنه کړې،چې د موتر چلولو پرمهال له ګړندي او بې احتیاطه تګ راتګ څخه ډډه وکړي .
همدا راز نوموړی د وسله والو مخالفینو له لورې ولسي وګړو مرګ ته مرګ ژوبله اړول،یو نه بښوونکی عمل ګڼلی .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbz5bw.rhbafp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته