دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۲۵
د مطلب کود : 84962
ملي امنیت په سرپل کې دوه تنه وسلوال مخالفین د وسلو او مهماتو د جوړولو په تور نیولي
د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، چې په سرپل ولایت کې یې دوه تنه وسله والو مخالفینو ته د وسلو او مهماتو د جوړولو په تور نیولي دي.
د دې ریاست یوه خبرپاڼه وایي، چې له نیول شویو کسانو څخه یو شمېر وسلې او چاودیدونکې توکي هم ترلاسه شوي دي.
خبرپاڼه وایي، وسله والو کسانو غوښتل ددې وسلو په وسیله په امنیتي پوستو حمله وکړي.
تر اوسه د حکومت وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxy97.ak9t34g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته