دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۲۳
د مطلب کود : 85352
برمک: د طبیعي پېښو په خاطر ۴۰۰ میلیونه ډالره مرستې ته اړتیا لرو
افغان حکومت او ملګرو ملتونو له مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل؛ څو د ۲۰۱۴ م کال د طبیعي پیښو په خاطر افغانستان سره څلور سوه شپږ میلونه ډالره مرسته وکړي.
د افغانستان د کلیود پراختیا او بیارغاونې وزیر او له طبیعي پیښو سره د مبارزې د کمیټې مرستیال ویس برمک نن خبریالانو ته وویل چې؛ دغه پيسې به په څلورو برخو کې ولګول شي.
"دا پیسې چې سږکال له نړیوالې ټولنې غواړو د روغتیا، غیر خوراکي توکو، بيځایه شویو کډوالو په برخه کې به ولګول شي."
ویس برمک هیله څرګنده کړه چې؛ راتلونکې کال به د افغانستان لپاره یو ښه کال وي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcauena.49nmm1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته