دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۱۳
د مطلب کود : 85531
په بغلان او پکتیا ولایتونو کې د وسلو او مهماتو کشفیدل!
د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو په بغلان او پکتیا ولایتونو کې د بیلابیلو چانیزو عملیات په ترڅ لاندې وسلې او مهمات:
- «۲» میله کلاشینکوفونه،«۵» میله لس ډزي ټوپک،«۱» میل یوولس ډزی توپک،«۱» میل میکاروف تفنګچه،«۲» میله موش کش ډوله تفنګچې،«۱» میل ۳۰۳ بر توپک،«۱۶» فیره د RPG راکت مرمي،«۱۱» فیره د هاوان مرمي،«۱» میل د دهشکی فالتو میل،«۱۵» کیلوګرامه چاودیدونکی توکي،«۱» کړۍ د پرسونل ضد ماین،«۳۰۰» متره چاودیدونکي لین او په سلګونو فیره د ډول ډول وسلو مرمي چې د تروریستی او ورانکارو کړنو په موخه د بغلان ولایت په دندغوری، دوشي او پلخمری ښار او د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالی کې ځای پر ځای شوی ول، کشف او ترلاسه کړی دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjvieo.uqeitz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته