ولسمشر حامد کرزي او د هند د بهرنیو چارو وزیر نن په کندهار کې د کرنې او ټکنالوژۍ پوهنتون پرانسته.
ولسمشر حامد کرزي د دې پوهنتون د پرانستلو غونډه ته په وینا کې د هند له مرستو مننه وکړه او ویې ویل، د هند صدراعظم من موهن سنګ درې کاله مخکې ورسره د دې پوهنتون د جوړیدو ژمنه کړې وه.
دا پوهنتون د هند په مرسته جوړ شوی چې د ماسټرۍ تر سویې به زده کړې پکې کیږي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید وویل، له افغانستان سره په تعلیمي برخه کې د هند مرستې به دوام وکړي.
ولسمشر حامد کرزی تیر ماښام د کابینې له ځينو غړو او د ملي امنیت له سلاکار ډاکټر رنګین داد فر سپنتا سره کندهار ته تللی و او ټاکل شوې ده نن په دغه ولایت کې له قومي مشرانو سره هم وګوري.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)