د میدان وردګو والې له لورې د دغه ولایت لسګونه بې وزلو کسانو سره د دغه ولایت په مقام کې د خوراکي توکو مرسته وشوه .
په دغه مرسته کې،چې غوړي،اوړه او وریجې شاملې وې،د دغه ولایت په ادارو کې لسګونه اجیرانو او یو شمېر نورو بې وزله کسانو ته ورکړل شوه .
د میدان وردګو والې ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی وویل: دغه مرسته یې د نیمکرغه کوچني اختر په مناسبت له یو شمېر بې وزله کورنیو سره وکړه،ترڅو د اختر په شپو ورځو کې د دوی د خوراکي توکو یوه اندازه ستونزه حل شي .
نوموړی زیاته کړه د روژې په مبارکه میاشت کې له ګڼ شمېر دیني عالمانو سره هم ورته مرسته کړې او همدا راز یې له سوداګرو غوښتنه کړې،چې په فردي او ډلیز ډول د دغه ولایت له بې وزله وګړو سره د ثوابونو ګټلو په دغه ستره میاشت کې مرستي وکړي .
مرسته اخیستونکې مسیح الله د میدان وردګو والې له شوې مرستې څخه مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه،چې د بې وزله وګړو سره دې ورته مرستو ته دوام ورکړي .
دا په داسې حال کې ده،چې تېره ورځ په دغه ولایت کې نږدې ۱۴ سوه کډوالو کورنیو سره د خوراکي او غېرې خوراکي توکو مرسته وشوه .