دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۵
د مطلب کود : 97497
نوى ولسمشر به د ناټو په سرمشريزه کې د افغانستان استازيتوب وکړي
د افغانستان ولسمشر وايي، چې نوى ولسمشر به د ناټو په سرمشريزه کې د افغانستان استازيتوب وکړي.
ټاکل شوې، چې د ناټو سرمشريزه د روانې وږي مياشتې په ١٣مه او ١٤مه ترسره شي.
د افغانستان د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفترپه خپري شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي په ارګ کې د ناټو له عمومي قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ سره د مخه ښې ملاقات وکړ.
سرچينه زياتوي، په دغې کتنه کې چې د امريکا سفير او د افغانستان د امنيتي برخې وزيران او مسوولين هم حاضر وو، ولسمشر کرزي، جنرال ډنفورډ داسې يو شخص وباله، چې د خپل ماموريت په موده کې يې له افغاني مسوولينو سره ښې وظيفوي اړيکې ساتلې وې.
سرچينه کاږي، حامد کرزي د ناټو تلونکي قوماندان او د امريکا سفير ته وويل: "زه د امنيتي تړون د لاسليکولو او په افغانستان کې د ناټوشتون ته خپل شرايط لرم او هغه مې په لويه جرګه کې هم بيان کړي، چې د سولې تأمين يې تر ټولو مهم شرط دى."
ولسمشر زياته کړې، اړينه ده چې د افغانستان ټاکنې په ټاکل شوې موده کې نتيجې ته ورسېږي او نوى ولسمشر په ټاکلې نېټه د لوړې مراسم تر سره کړي،ترڅو د ناټو په سر مشريزه کې د افغانستان استازيتوب وکولاى شي.
حامد کرزي ويلي: "دا چې اوس بهرنيان زموږ د انتخاباتو په پروسه کې دخيل شوي،دوى بايد په معينه وخت کې د نتايجو د څرګندېدلو لپاره جدي هڅه وکړي."
بايد روښانه شي، چې ولسمشر کرزى وړمه ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي يان کوبيش سره په کتنه کې ويلي و، چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم بايد د وږي په يوولسمه ترسره شي او د دې ضرب الاجل د غځېدو امکان نشته.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcd5o0n.yt05n6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته