دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۲
د مطلب کود : 97691
خان او قادري له نواز شريف سره هر ډول خبرې پای ته ورسولې
په پاکستان کې په دې وروستيو کې د رامنځته شويو سياسي کړکېچنو د اواري لپاره ددې هېواد د سياسي ګوندونو هلو ځلو مثبته نتيجه ورنه کړه او د نواز شريف د حکومت مخالفو ګوندونو له حکومت سره د خبرو اترو ټولې دروازې بندې کړې.
عمران خان او طاهر القادري، چې له خپلو زرګونه پلويانو سره له تېرو څوارلسو ورځو راهيسې په پايتخت اسلام اباد کې د حکومت ضد پراخ لاريونونه پيل کړي، دا مهال ددې هېواد د پارلمان مخې ته راغونډ دي او د خپلو غوښتنو پوره کېدل غواړي.
عمران خان، نوازشریف او د هغه ګوند د تېر کال په ټاکنو کې په پراخو درغلیو تورنوي او غواړي چې نواز شریف استعفا ورکړي او یو بې طرفه سرپرست حکومت د انتخاباتو د درغلیو پلټنه وکړي او له سره نوي انتخابات وشي.
بلخوا د قادري پلویان د پنجاب ايالت په لاهور ښار کې د خپلو هغو ملګريو د وژونکيو محاکمه غواړي چې د د روان کال د جون په ١٧مه نېټه له پولیسو سره په نښتو کې وژل شوي وو.
که څه هم د نواز شريف د حکومت او د مخالفو ګوندونو ترمنځ له دوو ورځو راهيسې مذاکرات روان وو، خو د چهارشنبې په ورځ دا خبرې اترې په نتيجې پاى ته ورسېدې او تر مذاکراتو وروسته عمران خان خپلو پلويانو ته په وينا کې وويل، چې که څه هم حکومت يې ټولې غوښتنې منلي، خو يواځې د نواز شريف د استعفا غوښتنه نه مني.
نوموړي وويل، چې ترڅو نواز شريف استعفا ورنه کړي، موږ له حکومت سره هر ډول خبرې اترې ځنډوو او خپل احتجاج ته دوام ورکوو:
"موږ پريکړه کړې چې نور به د نوازشريف له ټيم سره تر هغې هېڅ ډول مذاکرات ونه کړو، ترڅو چې هغه استعفا نه وي ورکړې. موږ له خپلو ډېرو غوښتنو وروسته شو، يواځې د نواز شريف استعفا غواړو، ترڅو خپلواک کميسيون په خلاص مټ په تېرو انتخاباتو د درغليو څېړنه وکړي."
عمران خان زياتوي، چې که څۀ هم حکومت په تېرو انتخاباتو کې د پراخو درغليو د څېړنې لپاره د سترې محکمې تر نظارت لاندې د خپلواک کميسيون جوړول منلي، خو دا کميسيون تر هغې خپلواکه پريکړې نه شي کولاى، ترڅو چې نواز شريف صدراعظم وي.
بل خوا د حکومت او د پاکستان د عوامي تحريک ګوند ترمنځ هم مذاکرات بې نتيجې پاى ته ورسېدل او ددې ګوند مشر القادري خپلو پلويانو ته په وينا کې اعلان وکړ، چې اوس به له حکومت سره هېڅ ډول خبرې ونه کړي او همداراز يې پر هغوى غږ وکړ، چې د انقلاب لپاره چمتووالى ونيسي:
"له حکومت سره د مذاکراتو دروازه بنده شوې، اوس دې هېڅوک ماته د خبرو اترو لپاره د راتلو تکليف نه کوي.
موږ مذاکراتو، ديموکراسۍ او سولې ته لومړيتوب ورکړ او تر وروستي حده مو هڅه وکړه، چې د خبرو اترو مثبته نتيجه راووځي، خو داسې برېښي چې حکومت سوله نه خوښوي او نه غواړي چې موږ ته انصاف راکړي."
قادري وويل، چې له حکومت نه يې په لومړي پړاو کې د خپلو ١٤ پلويانو د وژونکيو محاکمه او د پنجاب ايالت د اعلى وزير شهباز شريف د استعفا غوښتتنه وکړه، خو ويې نه منله.
د نواز شريف حکومت لا تر دې دمه د عمران خان او قادري د وروستيو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.
ياده دې وي، چې په اسلام اباد کې د وروستيو سياسي ناندريو له امله ددې هېواد اقتصاد ته ستر زيانونه اوښتي او دا لړۍ لا دوام لري.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjvmeh.uqeahz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته