دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۴۲
د مطلب کود : 99132
نور: د انتخاباتو وروستۍ نتیجه به سبا اعلانیږي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون سبا د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو وروستۍ نتیجه اعلانوي.
دا خبره د یاد کمیسیون ویاند نورمحمد نور ته وویل، د انتخاباتو کمیسیون پرېکړه وکړه چې؛ نور د خلکو انتظار پای ته ورسوي او د انتخاباتو وروستۍ نتیجه اعلان کړي:
"نن د ټاکنو خپلواک کمیسیون په جلسه کې په دې باندې پریکړه وشي چې؛ سبا یکشنبه به د افغانستان د خلکو انتظار پای ته رسوي او د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتیجه به رسما اعلانوي."
دا په داسې حال کې ده چې، ښاغلي نور تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ د انتخاباتو د نتیجې اعلان د کاندیدانو تر منځ په سیاسي موافقې کوم ارتباط نه لري.
له بلې خوا د مدني ټولنو د فډریشن یو شمیر غړو نن په کابل کې خبرداری ورکړ؛ که تر ۲۴ ساعتونو پورې د انتخاباتو نتیجه اعلان نه شي؛ د انتخاباتو کمیسیون په شاوخوا سیمو کې به مظاهرې وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb58b9.rhb9fp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته