دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۸
د مطلب کود : 256458
نور روغتون د ۵۰۰ ناروغانو درملنه په وړیا توګه کوي
د عامې روغتیا وزارت د ویاند په خبره، نور روغتون به نن او سبا (د اسد ۱۰ او ۱۱) په وړیا توګه د ۵۰۰ ناروغانو د سترګو جراحي عملیات وکړي. ویل کیږي چې دغه عملیات د بهرنیو کارپوهانو له خوا ترسره کیږي.
افغان غږ خبری آژانس: د دغه وزارت ویاند شرافت زمان پرون (د اسد ۹ مه) وویل: «سبا او بله ورځ چې دوشنبه او سه شنبه (د اسد ۱۰ او ۱۱) زموږ هیوادوال به د ثبت شوي او د دوی د عملیاتو ورځې ټاکل شوي او که دوی په ټاکل شوي وخت کې چمتو شي نو عملیات به یی وکړي."
 
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې به هغه ناروغان چې د سترګو کوچني جراحي ته اړتیا درلود له افغانستان څخه بهر په خارج کي د سترو لګښتونو باندي د جراحي عملیاتونه کول.
 
https://avapress.com/vdcftvd0cw6dtja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته