د اسلامي ایران ولسمشر په یو پيغام کې د افغانستان د نوي ولسمشر په توګه د اشرف غني احمدزي په انتخاب مبارکی ووایه .
حسن روحاني پرون په دغه پیغام کې وویل چې اسلامي ایران د افغانستان د اسلامي جمهوریت د یو دوست او ګاونډي هیواد په توګه د ملي وحدت حکومت له جوړیدو چې د مشرانو د ژور فکر بیانوونکی او په دغه هیواد کې د لا ډير ثبات او امنیت د ټینګیدو اساس دی ، هر کلی کوي.
روحاني هیله وکړه چې د دواړو اسلامي او ګاونډیو هیوادونو تر مینځ ورورګلویزې اړیکې د احمدزي د ولسمشرۍ په دوره کې نورې هم پراخې شي.
د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني پرون په یو خبري کانفرنس کې چې کورني او بهرني خبریالان پکې موجود وو د افغانستان د راتلونکې ولسمشر او د ملي وحدت د حکومت د اجرایی مشر په توګه اشرف غنی احمد زي او عبدالله عبدالله ته مبارکي وویله .