دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۸:۱۵
د مطلب کود : 123724
و افغانستان ته هشدار؛ مرکزی مناطق د خطر په تهدید کی!
یو شایعه د خلګو په مابین کی دی چی د هیواد ولس او شیعګانوته چی په مرکزی مناطقو کی اوسیږی غمجن کړی دی.په یو خبر چی د افغانستان د پارلمان یو نمایندی څخه نقل سوی دی د کابل په یو اوونی پانه کی منتشر سوی دی، چی ادعا کړی دی تر ۵۰ زره زیادتره داعشیانو د سعودی عربستان او د ترکیه په حمایه کی افغانستان ته راځی.
ویل کیږی چی هغه داعشیان چی په افغانستان کی دی په نوی پسرلی او نوروز کی خپلی فعالیتونه شروع کوی او د تحلیلونه سره سم دوی هم دغی ۵۰ زره بهرنی داعشیانو ته انتظار کوی چی د ترکیه دولت او سعودی حمایه افغانستان ته راسی او ټول سره په ګډهد خپلی تروریستی او ضد د بشری فعالیتونه شروع وکی.
بل خبر هم چی د خلګی په مابین کی پورته کیږی دا دی چی داعش اعلان کړی دی چی د هغوی جهاد په افغانستان کی د مرکزی مناطقو څخه د شیعه مذهبو مسلمانانو پر ضد شروع کیږی او کرار کرار نور منطقونه هم نیسی.
واکنشونه د دغی خبر په باره کی فرق لری؛ د افغانستان حکومت څرنګه چی د داعش په اول سر کی په هیواد، هیڅ کله هغه یی رشتیا نه منل او دغه پلا هم چپ ناست دی او داسی په نظر داځی ځکه ابل پلا هم رشتیا نه دی منلی او دا هم پخپله سوالونه جوړوی چی باید پوښتنه وکو.
ځینی هم دا خبرونه باور نه کوی او دهغه نشر د امریکا او د افغانستان حکومت دښمنان بولی، ځینی هم د همسایګانو استخباراتات لکه پاکستان لاس پکښی دخیلوی؛ ترسو چی هم پر افغانستان دولت او پر ولس او هم د کابل حکومت پر حامیانو باندی د روانی تبلیغات فشار راولی.
منګر ځینی هم دا خبر رشتیا منلی دی او وایی چی دا برنامه چی ۵۰۰۰۰ داعشی په افغانستان کی د سعودی او ترکیه دولت لخوا د امریکا په تبانی کی د مرکزی اسیا د ناامنی جوړولو پروسه دی چی غواری منطقوی قدرتونه لکه چین او ایران او روسیه او هند پر ضد باندی پلان طرحه سوی دی.
د دغی پوهانو د نظره، افغانستان د داعشیانو د ساپورت کولو پایګاه جوریږی چی د هیواد ناامنی زیادتره کیږی او د هغه همسایګان هم چی مرکزی اسیا او میانه اسیا کی دی هم ناامنی او بی ثباته کیږی.
اوس که داسی فکر وکو چی خبر ریشتیا دی، اصلی تهدید شیعیانوته متوجی دی او هغه خلک چی په مرکزی منطقو کی ژوند کوی، که دغه ۵۰ زره تروریستی ظالم ځواکونو راسی د مرکزی مناطق د وینی حمامونه جوړوی او هیڅ څوک هم نه پیداکیږی چی د دغی مظلوم او بی دفاعه ولس څخه دفاع وکی.
ځکه چی د شیعیانو باخرده مشران او رهبران او هزارګان دوه پلا د خپلی سیاسی سیالدارونه چمونه وخوړل په اول پلا د طالبانو په وخت پر هزارستان وو چی اوس بامیان ورته وایو هغه وخت د دغی باخرد شیعه رهبرانو څخه یو چا وتشتیدی او په خروارونه ډیپوګانی د سلاوی څخه ډکی طالبانوته ورکړل سو په دوهم پلا هم هغه وخت چی طالبان حکومت ولاړی هم دغی پوهه مشران او باخرد رهبران په خپل ځان په رضایت کی خپلی سلاوی ورکړی دی اوهغه پاته مهمات او سلاوی و کرزی حکومت ته ورکړ!
دغه ټول خردمندانه کارونه په داسی حال کیږی چی د تاجیک او ازبکو او پوښتانه د مشرانو او رهبرانو یو میل سلاوی هم حکومت ته نه دی ورکړی چی د خپلی حکومت ته تسلیم وکی او ټول مهمات او سلاوی کی په دښتونه او غرونه په پنجشیر او مزارشریف او شبرغان پته کړی دی تر سو چی په سختو ورځو کی خپلی سلاوی واخلی او د خپلی ناموس او ولس نه دفاع وکی.
که دغی سفاک ځواکونه او تروریستان د خپلی ۵۰۰۰۰ عسکرو مرکزی مناطقو ته راسی زمونږ باخرد رهبران او مشران څه کوی؟آیا دوی د خپلی ولس سره دریږی او د داعش اهریمنی ځواکونو سره د خپلی دین او عزب او شرف او شیعګان اوهزارګانو څخه دفاع کوی؛ که کوی په کوم سلاوی او مهمات د داعش سره جنګ کوی؟!
لکه نور کالونوکی مظلوم ولس چی د ټوپونه په خلی کی دی دغسی پریښی دی او دوی پخپله و اروپایی او امریکایی هیوادونوته هجرت کوی او یا د خیانت ګولی سره په کابل کی اوسیږی او د هزارګانو او شیعګانو چی په مرکزی مناطقو کی دی پر هغوی باندی خاندی ځکه چی د هغو په رایونو کی اوس د خیانت چوکیانوکی ناست دی او دخپلی نرمی جاګی کی په ارامی ویده سوی دی.
داسی معلومیږی چی سرنګه چی د هزارګانو او شیعګانو په اصطلاح مشران او رهبران ښکاره کری دی دوی د سختو ورځو ملګری نه دی، که وای په دا تیر کالونو کی چی د هزارګانو او شیعګانو ځوانان او ماشومان د هغی د سترګو مخ ته اختطاف نه سی کیدلای او یا د شاه لاری پرخوا سرونه نه پری کیږی او یا په بهسود کی نه وژل کیږی او پس له زرګونی مظاهره کوونکی دوی ته ارازل او اوباش نه ویله!
بیا هم تاکید کوو که د داعش بی رحم لښکر راغی و مرکزی مناطقو کی عقل او منطق او شریعت حکم کوی چی خلک هغه ځایونه خوشی کی او یو امن ځای ته هجرت وکی او خپلی ځان وساتی او باخرد مشران او رهبران په انتظار کی مه کښینی.
https://avapress.com/vdcewx8zejh8wfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته