دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۵۰
د مطلب کود : 125759
پاکستان او د دیپلماتیکی عرف پر خلافه رفتارونه
د طالبانو یو هیات له قطر څخه د مهاجرانو په هکله پاکستان ته ننوتلی دی اود هغه هیواد څخه مذاکری کړی دی. دا سفر او د پاکستانی مقاماتو لیدنه اومذاکری د دغی هیات سره یو تنده واکنش د افغانستان له حکومت څخه درلود.
ریپورتونه وایی چی د طالبانو یو هیات له قطر څخه د مهاجرانو په هکله پاکستان ته ننوتلی دی اود هغه هیواد څخه مذاکری کړی دی. دا سفر او د پاکستانی مقاماتو لیدنه اومذاکری د دغی هیات سره یو تنده واکنش د افغانستان له حکومت څخه درلود.
د ولسمشرمرستیال ویان د یو خبری غونډه کی وویل: د طالبانو هیات سفر د قطر څخه وپاکستان ته مونږ ته پوښتنه جور کړی دی ځکه چی تروریستی ګروپونه حق نلری و نورو هیوادونوته سفر وکی. په لومری ځل کی دمهاجرینو وضعیت د دولتونه د صلاحیت څخه دی او بیا اکثر خلک د دغی ډلی د جنایتونه د لاس مهاجر سوی دی اوپاکستان ته مهاجران سوی دی.
د سرحداتو مسیله د هیوادونه صلاحیت دی او پاکیستان هم خپلی روابطو د افغانستان سره باید د دولت محوری په طریقه باید جوړه کی نه د تروریست په محور کی.
د ملی وحدت دولت د موضع څخه که تیر سو په پورته خبری کی ځینی نکتی سته. اول دا چی پاکستان لکه پخوا غوندی یو ځل بیا د افغانستان دولت او ملت په نسبت باندی غیر مسولانه او دخالت جویانه عمل کړی دی.
په دغه هم د پاکستانو مشران خبری دی چی نن ورځ افغانستان هم دخپل ځان دپاره دولت اونظام لری اوټول نړی او دولته خبر دی؛ که بیا هم دغه دولت او حکومت ضعیفه دی او اکثر شیان چی د دوی په ملت باندی ارتباط لری دوی بیکار او سردر ګومه دی منګر بیا هم نړی او نړیوال افغانستان او ولس یی د دغی دولت او ادرس او نشانی پیژنی او د دغی دولت او حکومت په اعتبار باندی خپلی دیپلماتیکی روابط د افغانستان سره ټینګ کړی دی.
منګر دا په پاکستان دولت کی دی پس له د افغانستان ملی وحدت پیژندنه د دیپلماتیکی عرف په خلافه باندی رفتار کوی او داسی رفتار کوی چی معنی په اصل او اساس کی دغه د افغانستان دولت نسته او هغه یی د هیڅ اصول او قاعدی سره نه منی!
دپاکستان مداومه دخالتونه د افغانستان په امور کی علی الخصوص د تروریستی او یرغلګرو په توسط کی پس له د طالبانو دولت د جوریښت په افغانستان کی، او او ناامنی او بدامنی جوړونه جی د هغه په نتیجه باندی خلک ټپی او وژل کیږی او زمونږ هیواد په خراپیږی ، بی له دغی بل شی ندی چی د اسلام آباد مشران د افغانستان ولس او دولت دپاره رسمیت نه دی قایل؛ کنی څنګه دوی قبولوی چی د افغانستان د ملی وحدت حکومت اودولت په موجودیت کی، پاکستان یو تروریستی ګروپ چی پخپله جور کړی دی د افغانستان قانونی دولت وبولی او د کابل مشران ته هیڅ توجه او اعتنا ونه وکی او د طالبانو هیات اسلام اباد ته اجازه ورکی او تر دغه د خندا خبری داچی دغه هیآت د سرحداتو او مهاجرانو د افغانستان او پاکستان په مابین کی خبری او مذاکری دپاره کښنی اوخبری وکی.
د دغی بحث د نتیجه ګیری دمخه، دا د پآکستان دولت دی چی د افغانستان د دولت او ملت د انتقاد وړ کیږی او باید دوغی دولت او ولس ته ځواب ورکړی چی ولی هرکله داسی خصمانه او دخالتوونکی کارونه کوی او بیا هم په بل قدمه د کابل مقامات او مشران اود ملی وحدت دولت مشران ته مربوطیږی چی باید یو زمونږ جنوبی همسایګان ته یوښایسته دیپلماتیکی ځواب ورکړی او په هرقسم باندی د داسی دخالتونه مخه ونیسی.
بله نکته او پوښتنه دا ده چی ولی امریکا او دهغه ملګرو د پاکستان د غیرمسولانه او خصمانه عملکردونه د افغانستان په باره کی چپ دی. امریکا او دهغه اروپایی ملګرو او منطقوی ملګرو په دا څو کالو کی معلوم کړی دی چی د افغانستان دولت اوملت د دفاع کولو د دوی دښمنان په مقابل کی دپاکستان په مخه یا چپ دی او یا د پاکستان جانبی کوی.
د خارجیانو موضع د اسلام اباد په مقابل کی، افغانستان یی د ضعف په موضع کی ایښی دی او دولتی مشران یی وادار کړی دی چی د نوی موضع پر ځای د اسلام آباد مستمر دخالتونه په مقابل کی زاری او التماس وکی او د دوی څخه غوشتنه وکی .
په پای کی اخرنی نکته دا چی لوی قدرتونه لکه د امریکا دولت او سازمان ملل متحد او د امنیت شوری اونور د نړی سازمانونه او اسلامی دولتونه د افغانستان دولت او ولس یی هیر کړی دی اویا هغه کارونه کوی چی نور قدروتوه لکه امریکا او نور نظامی اواقتصادی حکومتونه دوی ته وایی.
په داسی حساب، یوازی یو لار د افغانستان ولس او دولت ته پاتیږی تر سو چی خپل ځان اوهیواد د نظامی او اقتصادی قوت دپاره پورته کړی تر سو چی وکولای سی بی له تکیه کول د دغی هیوادونه په ځان باندی باندی تکیه وکی او هیڅ چاته لکه پاکستان غوندی اجازه ورنکی چی د افغانستان په کارونه او دخالت وکی او که داسی چم وکی، که داسی وشی نو افغانستان به په اینده کی ودانه کیږی او که یعه باید د نورو دخالتونه د نورو هیوادونوته هم انتظار وکو.
https://avapress.com/vdcenn8zojh8wfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته