دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 134163
داعش، دولت او شیعیان؛ څه باید ترسره کړی؟

د داعش تروریستی ډله پر باقرالعلوم مدرسی باندی د حملی مسؤولیت په غاړه اخیستی دی چی لږترلږه ۲۷ تنه شهیدان او ۶۴ تنه نور ټپیان کړی دی. 
دا حمله د اربعینو دمراسمو د جوړیدو پر مهال ترسره سو. 
حفیظ الله علی زاده؛ د کابل د ښپږمی حوزی امنیتی حوزی د پولیسو قوماندان ویلی وو چی ۵۰ تنه شهیدان سوی دی. د سازمان ملل متحد نماینده ګی دفتر هم د شهیدانو شمیر ۳۲تنه او د ټپیانو شمیر د ۵۰ تنو څخه ډیر ښودلی دی. 
د افغانستان دبشری حقوقو کمیسیون دا حمله یو جنګی جنایت بللی دی. 
چمپا پاتل؛ د آسیا د جنوب برخی رییس او د بین الملل سازمان غړی ویلی دی: په کابل کی د شیعیانو پر مسجد باندی حمله یو وحشیانه حمله وو. د افغانستان مقامات باید ډیر ژیرددی جنایت په اړه څیړنه وکړی او دهغه عاملان محکمی ته راوغواړی. د افغانستان دولت مکلفه دی چی موثر تدابیر د شیعیانو لپاره په افغانستان  کی ونیسی او نور دی د شیعیانو په وړاندی خشونتونو ته خاتمه ورکړل سی. 
سږ کال دا دریم ځل دی چی د داعش په نامه د حسینی عزادارانو پر مجالسو باندی حمله کیږی. 
اضافه پردی، د اسد دوهمی نیتی تروریستی حمله چی ۸۰ کسان ووژل هم د افغانستان د شیعیانو مشخصی تر هدف لاندی ونیول؟
په دی حساب سره، داعش، داعش په شکاره ډول سره اعلان کړی دی چی په افغانستان کی دهغوی اصلی هدف کوم کسان دی او ددی هدف ته د رسیدو لپاره څرنګه عمل وکړی. 
ددی تروریستی ډلو لپاره هیڅ ډول فرق نه کوی چی دهغوی په حملو کی غیری نظامیان وژل کیږی یاهم د ټولنی نور طیفونه؛ بلکه هدف، د یو لوی جنګ رامنځته کول په هیواد کی دی او په مقابل کی د جنګ او خشونت په وړاندی، شیعیان و سونیان د هر وخت په شان دیو بل ترڅنګ ولاړ دی،خو دا روشانه تیر وختونه ددی باعث نه ګرځی د داعش د حملو څخه د شیعیانو په وړاندی اندیښنه ونه لرو؟
افغانستان یو جنګ وهلی او بی ثباته هیواد دی؛ هغه څه چی په ژورو احساساتو کی د هر افغان د قبول وړ نه دی. 
تروریستان او تکفیری ډلی هم پوهیږی چی افغانستان د هغوی د اهدافو لپاره آماده دی. 
په دی برخه کی د دولت مسؤولیت ډیر دروند دی؛ خو لیدل کیږی چی تر اوسه په دی برخه کی د حکومت د دولتمردانو کی تر اوسه ددی مسؤولیت قبلونی اراده منځته نه دی راغلی. او دا کولای سو د ملی وحدت په بی اعتنایی کی د تیری ورځی د حادثی په وړاندی ووینو. 
اشرف غنی؛ رییس جمهور داحمله د افغانستان دخلګو د شمنانو کار وباله. 
د حکومت رهبران په داسی ډول عکس العمل ښیی چی اصلآ کوم کار یا حادثه ددوی په سیاسی حاکمیت په قلمرو کی نه ترسره سوی! 
ددی ډول عکس العمل د هیواد دشیعیانو لپاره چی د تروریستانو په وړاندی قرار نیولی دی یو معنی لری هغه هم د حکومت بی اعتنایی دهغوی په وړاندی. 
البته په هغو مواردو کی چی غیر شیعیان هم د تروریستی حملو شکار ګرځیدلی دی د حکومت رهبران هم ددی څخه بهتره عکس العمل نه ښودلی او دا عمل د اندیښنو ابعاد تر دی هم ډیر کړی دی. 
هیڅ انتظار نه کیږی چی دداسی تروریستی حملی په وړاندی، حتی یو مسؤول هم مؤاخذه سی. بنا پردی، څه باید وکړو چی د شیعه او سنی د دشمنانو په وړاندی لکه تکفیری تروریزم په وړاندی ودیریږو؟
دولت په ظاهر سره د مذهبی فرقه ای جنګ څخه اندیښنه لری خو شیعیان او سونیان وړونه دی او په تیر وختو کی همداسی ښودلی دی چی داعش، ترور او وهابیت او تروریزم د هغوی مشترک دشمن دی؛ بنا پردی، دا ښه طریقه دی چی د مشترک دشمن په وړاندی ودریږیو او باید دولت اجازه ورکړی چی خلګ ددولت ترڅنګ ودریږی او دځان څخه دفاع وکړی. دا راهکار ډیر په سوریه اوعراق کی چی دولت په یواځیتوب سره د داعش په وړاندی د مقابلی توان نه درلودی، ښه لاره ښودل سوی دی. په افغانستان کی هم بریالی کیدلای سی؛ په دی شرط چی دولت پر خلو باندی اعتماد وکړی او د تروریزم سره مبارزه په عمل کی ثابت کړی؛ هغه څه چی تراوسه د شک لاندی دی.

https://avapress.com/vdcd9o0fsyt0sf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته