دخپریدو نیټه :جمعه ۶ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۳۲
د مطلب کود : 147165
د کابل دولت او طالبانو ترمنځ منګړیتوب لپاره چین او ایران تر ټولو ښه انتخاب دی



په کابل کی د پاکستان پخوانۍ سفیر په دی باور دی چی پاکستان یو باثباته او آرام افغانستان ته اړتیا لری او په افغانستان کی دسولی تحقق لپاره باید د ایران او چین پر ظرفیتونو باندی د سیمه ایزو قدرتونو په حیث حساب وکړی.

د افغان غږ (افغان غږ خبری آژانس) په ګزارش سره، رستم مهمند، د چهار شنبه په ورځ د ایرنا سره په خبرو اترو کی وویل: که سوله او ثبات په افغانستان کی رامنځته سی، پاکستان به هم د سولی او آرامتیا رنګ ووینی.

دا پاکستانی دیپلمات وویل: هم پاکستان اوهم امریکا باید دا حقیقت قبول کړی چی په افغانستان کی د شبه نظامی ډلو فعالیت، په افغانستان او پاکستان کی د بی ثباتی او ناآرامی اصلی لامل دی او ددی مسئلی د حل لپاره باید هڅی په اولویت کی قرار ونیسی.

د پاکستان ځواک قومانده په دی لیدنه کی، د واشنګتن او کابل شک له نظره اسلام آباد هڅو هڅو څخه د تروریسم سره مبارزی په لاره کی، نیوکی وکړی.

رستم شاه مهمند ددی مصاحبی په ادامه کی وویل: پاکستان، امریکا او افغانستان باید د یو بل تورن کولو پرځای، مناسبی تګلاری د شبه نظامی ډلو کسانو راغوښتلو لپاره د سولی و مذاکره ته د کابل دولت سره اتخاذ کړی. سوله په افغانسان کی یواځی د مذاکری له لاری امکان لری.

د پاکستان مخکنۍ سفیر په افغانستان کی دی ته په اشاره سره چی امریکا افغانستان ته نور ځواکونه لیږی، وویل: په افغانستان کی د امریکا نظامی حضور ډیرول د خوښی کار نه دی او هغوی بادی وپوهیږی چی طالبان د نظامی ځواک په واسطه نه سو ماتولای.

هغه ټینګار وکړ: په افغانستان کی دسولی لپاره بادی زمینه برابره سی. امریکا ددی پرځای چی خپل نظامی ځواک په افغانستان کی ډیر کړی باید طالبان د افغانستان دولت سره د سولی لپاره وهڅوی. سوله او ثبات په افغانستان کی په پاکستان کی د سولی ضامن دی.

رستم شاه مهمند په دی بیان سره چی افغانستانی طالبان لازم باور پر پاکستان باندی نه لری، وویل: په داسی شرایطو کی، چین کولای سی د کابل او طالبانو ترمنځ ښه منګړیتوب وکړی. پاکستان د چین ظرفیتونو برسیره، د ایران ظرفیت څخه هم د یو ګاونډی هیواد په حیث باید په افغانستان کی د سولی او ثبات راوستلو لپاره ګټه واخلی.

هغه د افغانستان او امریکا څخه په نیوکی سره چی پاکستان د تروریستانو پټنځای باندی تورنوی، وویل: حقانی شبکه د افغانستان په خاوره کی شتون لری او افغانستان باید د هغه سره مبارزی په برخه کی اقدام وکړی. پاکستان تورنول په دی باندی چی پاکستان تروریستانو ته پناه ورکوی، یواځی بی اساسه تورونه د امریکا او ځینی افغان چارواکو له لوری دی.

https://avapress.com/vdcjmaeviuqexvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته