دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۶:۳۲
د مطلب کود : 151116
افغان تښتول سوی انجونو آزادولو کی غیرت دی!

 

تازه اطلاعات د سیمه ایز سرچینو څخه شکاره کوی چی د سرپل ولایت صیاد ولسوالی میرزا ولنګ سیمه کی انسانی فاجعه دوه میاشتی وروسته، تراوسه هم ۳۵ تنه ښځی چی د داعشیانو له لوری ددی قریه څخه په اسارت وړل سوی وو او جوزجان ولایت درزاب ولسوالی ته ولیږدول سو، تراوسه هم د هغوی په اسارت کی دی. په دی منځ کی، د جوزجان ولایتی شورا یو غړۍ وایی چی دولتی چارواکی او یوناما هغه تر فشار لاندی راوړی دی ترڅو د دداعش له لوری اسارت باندی وړل سوی انجنو موضوع باندی لمن ونه وهی او یادونه یی ونه کړی.

پوهان په دی باور دی چی لوړ خبر نه سی کیدلای چی درواغ وی او هغه نهادونه چی دا خبره دروغ منی، خپله د دروغ جوړونکی او صحنه سازه دی چی په هر دلیل، ترټولو لوی ناموسی خیانت د خپل ملت په حق باندی کوی.

د جوزجان ځینی امنیتی چارواکو په وینا او هم د ډیرو شاهدانو د سترګو حال څخه، د ۳۵ تنو انجڼو تیښتونه د داعش له لوری د میرزاولنګ سیمی څخه یو حقیقت دی او هغه کسان چی ددی خبرو په نه منلو سره پردا خبری باندی خاوره اچوی، په حقیقت کی مسئولیت څخه ځان تیرباسی چی د آسمانانونو په اندازه دروند دی؛ ځکه چی یو ملت عزت له ځان سره تیروی.

د جوزجان ولایتی شورا غړو اظهاراتو په اساس، هغوی د دولت او یوناما دفتر تر فشار لاندی دی ترڅو ددی خبری په اړه څه ونه وایی او هغوی عزت له منځه یوسی. یو ددی غړیو څخه وایی: بدبختانه موږ چارواکو ته څه نه سو ویلای، هغوی موږ ته ویلی چی دا موضوع په اړه څه ونه وایاست.

یو شخص چی د یوناما دفتر څخه وو، ماسره اړیکه ونیوله او راته راله او ماته وویل چی تاسو دا موضوع په اړه څه ونه وایاست، ناموسی لحاظه موږ ته دا ډیر بد دی، ددی انجونو راوړل د داعشیانو له لوری زموږ لپاره بدنامی باعث ګرځی.

ډیر عجیب استدلال او منطق! یو هوشیار نسته چی د یوناما دفتر دا مسئول څخه پوښتنه وکړی چی کوم خبره ډیر د عزت له منځه تلو لامل ګرځی؛ آیا دا چی افغانانو نامسو د حرامیانو او ازبیکی او چچنی او پاکستانی داعشیانو په اسارت کی په میاشتو میاشتو وی او یا دا چی د هغوی لپاره یو کار ترسره کړی.

په حقیقت کی دا ډیر بد چلند او روش دی چی ناموسی موضوع سره او هغه هم په داسی هیواد کی چی یو وخت په سیمه او نړۍ کی ناموسی او دینی غیرت باندی مشهوره وو.

ډیر بد په دی ځای کی دی چی دا د معاصر پیړۍ په ظاهر خوش غیرت، نه یواځی چی ددا انجونو آزادولو لپاره کوم پلان نه لری، بلکه په تهدید آمیزه ژبه نورو ته هم غواړی دا خبر ورکړی چی ددی قضیی په وړاندی بی تفاوته پاته سی؛ ځکه چی شاید غربی حاضر ملګری په همدی کار سره د هغوی څخه راضی پاته سی؛ ځکه چی  د ناموسی او دینی قضایاوو سره دا ډول چلند سره، خلګ د دین او اخلاق څخه فاصله واخلی او حیوانی معیارونو او غربی کلتور ته نږدی او نور هم نږدی سی.

ټولنیز مسائلو او دینی ډیر پوهان په دی باور دی چی د ځینو نظر برخلاف، حکومت او دولتمردان باید دداسی څه سره په مخ کیدو سره چی د یو ملت عزت په منځ کی دی او هم دا قضیی د خلګو دینی او مذهبی زده کړو سره اړه لری، ابدآ باید هیر پاته نه سی که نه نو دا ډول ناموسی قضیی چی دینی او مذهبی بوی هم لری، یو کلتور باندی بدلیږی او خلګ هم د وخت په تیریدو سره د هغه په وړاندی بی تفاوته پاتیږی؛ هغه څه چی غربیان هم په افغانستان کی یی په لټه دی او غواړی د وخت په تیریدو سره د افغانستان خلګو څخه یو بی خاصیت عناصر جوړ کړی چی د ناموسی او اخلاقی مسایلو په وړاندی چوپ پاته سی او هیڅ غبرګون ونه ښیی.

نو د همدی لپاره پوهان پیشنهاد کوی چی دداسی رنسانس څخه مخنیوی لپاره په ټول رسنیز او تبلیغی توان سره میدان ته وارد سو او هم حکومت او امنیتی مسئول نهادونه تر فشار لاندی ونیسی او هغوی مجبور کړی ترڅو افغانانو ناموس آزادولو لپاره د داعش څخه، فوری او ضروری اقدام وکړی؛ ترڅو په دی توګه هم معصوم انجونی د ذلت او آسارت څخه خلاص سی او دینی او اخلاقی ضد توطئو او طرحو مخه چی د غربیانو له لوری جوړیږی، ونیول سی.

https://avapress.com/vdca66n6i49nm61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته