دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۰
د مطلب کود : 168909
طالبان د دولت په توګه!

 
په قطر کې د طالبانو سیاسی دفتر څخه یو هیآت ازبکستان ته تللی او دهغه هیواد عالی رتبه چارواکو سره لیدنه کړی دی.
محمد سهیل شاهین؛ د طالبانو ساسی دفتر ویاند ویلی دی چی په دی سفر کې د انرژی حمل او نقل موضوعاتو په اړه خبری شوی دی.
دا پنځه ورځنۍ سفر د اسد په ۱۶ نیټه ترسره شوی دی.
د ازبکستان خارجه وزارت هم د طالبانو ویاند سفر تایید کړی دی.
ددی وزارت په وبسایت کې راغلی دی چی د طالبانو هیآت د عبدالعزیز کاملوف؛ د خارجه وزیر سره کتلي او دواړه لوری په افغانستان کې د سولې پروسی راتلونکې په اړه خبری کړی دی.
محمد سهیل شاهین ویلی دی چی د طالبانو هیآت د ملی پروژو په اړه لکه بریښنا خطوطو امنیت ساتنې او همدارنګه د اوسپنې لاری په اړه خبری کړی دی.
ښاغلی شاهین ویلی دی چی دواړه لوری د خارجی ځواکونو شاته تګ او په افغانستان کې سولې ته رسیدو څرنګوالی باندی خبری کړی دی.
دا سفر په داسی حال کې صورت نیسی چی سیاسی مسایلو کارپوهان طالبانو ته مشروعیت ورکولو په نسبت د یو سیاسی مستقل واحد په حیث، خبرداري ورکوی.
د هغوی به باور دولت او خارجی قدرتونه چی د افغانستان په جنګ او سوله کې دخیل دی بالخصوص امریکا طالبانو هیآت آزادانه سفر تسهیل سره و ټولو نړۍ ته او هغوی خبری اتری د ملی حاکمیت حوزه په برخه کې چی قانونی دولت پوری اړوند دی، سولې ته رسیدو امکان کموی.
پوهان په دی باور دی چی دا کار، همغه د طالبانو سپین بیرق پورته کول په دوحه؛ قطر پلازمینه کې دی؛ هغه اقدام چی د افغانستان پخوانۍ دولت خشم او غوصه راوپاروله او د هغه وخت دولتمردانو استدلال هم داوو چی په دی اقدام سره، افغانستان ملی حاکمیت او کابل دولت مشروعیت نقض کیږی او په یو جغرافیا کې دوه دولت په رسمیت پیژندل کیږی.
دا اقدام د اشرف غنی په دولت کې په واضح توګه ترسره کیږی بیله دی چی لږ غبرګون او اعتراض راوپاروی.
د امارات متحده او ازبکستان په شان هیوادونو کې د طالبانو لپاره سیاسی دفاترو رامنځته کولو طرحه هم د پوهانو په باور، ددی همدی خبرو په لړ کې ارزول کیږی.
د کارپوهانو په باور، که د طالبانو نمایندګی دفتر شتون فلسفه په دوحه کې ددی لپاره وی چی په خارج کې هغه ډله سولې ته آزاد مستقیم خبرو لپاره وهڅول شی، دا توجیه او استدلال د بل سیاسی نمایندګی د رامنځته کیدلو لپاره صحیح نه شی کیدلای.
طالبان په دی اقدام سره، عملآ د یو دولت په شان عرض اندام کوی او په دی توګه، نظامی پروسی سربیره، سیاسی نظره هم کابل دولت حاکمیت د مشکل سره مخ کیږی او خپل دیپلماتیک سویه فعالوی.
دا د سولې مذاکراتو په ګټه نه ده؛ ځکه هغه ډله چی ادعا کوی چی د هیواد ۷۰ سلنه خاوره تر کنترول لاندی لری او پراخ بریدونو په ترسره کولو سره، عملآ دولتی ځواکونو ته زیان رسوی او هغوی دفاعی حالت ته وړی دی، یواځنۍ مشکل چی تراوسه یی درلود، د مستقل او مشورع دیپلماتیک اړیکو ساتنه د نورو هیوادونو سره وو بیله دی چی د افغانستان دولت له لوری لازم مجوز او اجازه ولری.
په داسی شرایطو کې، دا ډله به سولې ته څه اړتیا ولری؟ هغه کسان چی طالبانو دولت کیدنې ته زمینه برابروی آیا ددی اقدام خطرناکو تبعاتو ته فکر کړی دی؟
هیڅوک نه شی کولای چی انکار کړی چی په سیمه کې دطالبانو دیپلماتیک تحرکات په سیمه کې، د واشنګتن او کابل اطلاع او اجازه نه بغیر صورت نیسی؛ بناپردی د افغانستان دولت او امریکا باید ددی تحرکاتو راتلونکې په اړه او افغانستان سیاسی ثبات او ملی امینت ته خطر لپاره ځواب ولری.
 
https://avapress.com/vdciuvaz3t1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته