دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۹
د مطلب کود : 182666
تاسفبار او مضحک؛ افغانستان او امریکایی سوله او جګړه

 
دونالد ترامپ؛ امریکا ولسمشر د ینس استولبتنبرګ؛ ناتو عمومی منشی سره په سپینه ماڼۍ کې په لیدنه کې وویل چی افغانستان نه ختمیدونکې جګړه دقیقا ۱۹ کلن شوی او دا جګړه تاسفبار او مضحک بللی دی.
ترامپ افغانستان کې امریکا او ناتو مشترک هڅو څخه ستاینه کړی او ویلی دی چی هغوی لوی ګامونه اخیستی دی.
هغه طالبانو سره سولې مذاکراتو ته تلویحی اشاری سره وویل چی هیواد یی افغانستان کې ډیر هڅې ترسره کړی او اوس په دی هیواد کې مثبت پیښی د رامنځته کیدو په حال کې دی.
ناتو عمومی منشی په واشنګتن کې د ترامپ سره لیدنې سربیره، امریکا کنګره مشترک ناسته کې هم خبری وکړی او افغانستان سولې شرایطو په اړه وویل: هغه وخت سوله کیږی چی افغانستان د بین المللی تروریزم څخه آزاد شی. پایدار سوله باید لاسته راوړنو باندی بنا شی. ناتو ټولنیز او اقتصادی، زده کړی، بشر حقوق او ښځو او انجونو حقوقو پرمختګ زمینه برابر کړی او دا حقوق باید وساتل شی.
ترامپ د یو پوپولیست رهبر په حیث، پوره صحیح وایی. هغه همغه توصیف د افغانستان جګړی څخه کوی چی امریکا عادی خلګ او امریکایی او غربی مالیت ورکوونکې ورڅخه انتظار لری. هغه جګړه چی ترامپ په تعبیر سره دقیقا ۱۹ کلن شوی؛ خو په حقیقت کې ۱۸ کاله وخت نیولی دی، باید غرب لپاره، مفت او وړیا ځمکې لاندی سرچینی او سرمایه او ثروت او نړی مستقل هیوادونو ملتونو باندی سلطی زمینه برابر کړی وای؛ خو هیڅ یو داسی اهدافو ته نه دی رسیدلی. داسی جګړی ته تاسفبار او مضحک نه بغیر څه ویل کیدلای شی؟
 
په دی منځ کې بل نکته هم شته چی هغه اختلاف نظر د ترامپ نظر او متحده ایالاتو نور شرکاوو نظر افغانستان جګړی ته چی شتون لری. ترامپ لپاره، هغه څه چی اوس جریان لری مثبت پیښی بلل کیږی چی رامنځته کیدو په حال کې دی. هغه مقصد امریکایی نظامیانو وتلو او افغانستان جګړی پای ته رسیدو او طالبانو سره سوله ده؛ هغه سوله چی البته د افغانستان دولت او خلګو لپاره تاسفبار او مضحک دی، لکه څنګه چی افغانستان جګړه د ترامپ لپاره تاسفبار او مضحک دی.
ترامپ غواړی د افغانستان څخه ووځی او دا همغه څه دی طالبانو سره سولې قالب کې ترسره کیږی؛ خو ناتو ددی حرکت راتلونکې څخه یو او افغانستان کې خپل پخوانیو پروژو له لاسه وتلو څخه اندیښمند دی.
د ناتو عمومی منشی خبری د امریکا کنګره کې د تامل وړ وو. هغه وویل: ...پایدار سوله باید لاسته راوړنو پرسر بنا شی. ناتو ټولنیز او اقتصادی، زده کړی، بشر حقوق او ښځو او انجونو حقوق پرمختګ زمینه برابر کړی او دا حقوق باید وساتل شی.
هغه د همغه لاسته راوړنو څخه خبری کوی چی ترامپ له نظره تاسفبار او مضحک دی. ترامپ افغانستان لباره غرب لاسته راوړنو پروا نه لری. مثلا د هغه لپاره هیڅ ارزښت نه لری چی بشر حقوق او ښځو او انجونو حقوق افغانستان کې طالبانو حکومت کې چی قرار دی د امریکا او هغه ډلې سولې په لړ کې رامنځته شی، کوم برخلیک پیدا کوی. ترامپ یو پوپولیست رهبر دی. هغه نظر امریکا خلګو نظر دی؛ همغه کسان چی هغه په قدرت رسولی دی او هغه عوامګرایانه شعارونو باندی توانیدلی چی هغوی دلګرم وساتی.
دا شکاره کوی چی افغانستان سولې او جګړی په برخه کې ژور او جدی اختلاف نظرونه د امریکا او هغه قدرتونو ترمنځ شتون لری چی متحده ایالاتو متحد د افغانستان په ماموریت کې دی.
 
https://avapress.com/vdcepw8zpjh8vpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته