دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۵
د مطلب کود : 193372
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی:

ښکېلې غاړې دې افغان وژنې ته د پای ټکی کېږدي

ښکېلې غاړې دې افغان وژنې ته د پای ټکی کېږدي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، په میدان وردګوکې هوایي عملیات او د لغمان په الیشینګ ولسوالۍ کې موټر بم برید چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده په کلکو ټکو غندلي دي.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، هر هغه عمل چې له امله یې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي بشري جنایت دی او دواړه
حامد کرزی وایي، ښکېلې لوري باید ژر تر ژره د افغانانو عام وژنې ته د پای ټکی کېږدي او ارام ژوند ته یې پریږدي.
سرچینه وایي، حامد کرزی یو ځل بیا په هېواد کې د وینې توېدنې پر بندېدو ټینګار کوي او د جګړې له ټولو ښکېلو غاړو، غواړي چې د پردیو له دسیسو د خلاصون، په هېواد کې د سراسري سولې ټینګښت او بین الافغاني خبرو د بیا پیل لپاره هڅې ګړندۍ کړي.
حامد کرزي وروسته له هغې په ښکېلو غاړو د افغان وژنې د بندیدو غږ وکړ چې تېره شپه د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په صدمرده سیمه کې افغان امنیتي ځواکونو د یوې کورنۍ اووه غړي شهیدان کړل.
د دې ولایت د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک رسنیو ته ویلي دي چې د امنیتي ځواکونو په سنګ کلا کلي کې پر یو کور چاپه وهلې او دغه راز یې هوایي بریدونه هم کړي دي چې له امله یې یاده مرګ ژوبله اوښتې ده.
په همدې حال کې د سیمې اوسېدونکي هم وایي چې په دې عملیاتو کې د یوې کورنۍ اووه غړي شهیدان شوي او دوه نور ټپیان دي.
په همدې حال کې د میدان وردګو ولایتي اداره د امنیتي ارګانونو له قوله وایي چې په یادو عملیاتو کې وژل شوي ټول کسان وسله وال طالبان دي.
بلخوا د لغمان ولایتي چارواکي وایي، نن سهار شاوخوا ۶ بجې د دې ولایت الیشنګ ولسوالۍ مخې ته د موټر بم چاودنه شوې ده، په ترڅ کې یې دوه سرتیري شهیدان شوي او د شپږ سرتیرو په شمول ۲۶ زده کوونکي ټپیان شوي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي د خبریال ځایي همکار ته ویلي چې برید د یو مازدا ډوله موټر په واسطه ترسره شوی دی.
د لغمان د والي ویاند پر وینا چې د پېښې ځای ته نېږدې یوه دیني مدرسه او جومات هم وه چې د چادونې د شدت له کبله یې ښېښې په زده کوونکو راپریوتي چې ۲۰ تنه په کې ټپیان شوي دي.
نوموړی وایي ټپیان د مهترلام ولایتي روغتون وړل شوي چې روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. تردې دمه کومې وسله والې ډلې د یاد برید مسوولیت نه دی منلی.
https://avapress.com/vdca0en6u49noe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته