دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۲۰:۱۷
د مطلب کود : 123484
هلمند کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې
د هلمند مدني ټولنې موندنې ښيې چې د دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه د تېر په پرتله لوړه شوې ده.
د دغې ټولنې مشر سردار محمد همدرد وايي، هلمند کې روانه جګړه، د قانون نه حاکيميت او د خلکو ناپوهي هغه څه دي چې د ښځو پر وړاندې يې ستونزې رامنځته کړي دي.
همدرد وايي، فقر او غربت بله هغه ستونزه ده چې د ښځو ژوند يې تريخ کړی دی.
د هلمند مدني ټولنې مشر وايي: په تېر يو کال کې داسې ډېرې قضيې ورته راوړل شوي دي چې د مېړونو لخوا پر خپلو مېرمنو ظلمونه شوي دي. طلاق ورکول شوی دی او له کوره شړل شوي دي.
د هلمند مدني ټولنې غړيو د ښځو د نړيوالې ورځ په تړاو دغلته د مېرمنو د ستونزو د راټيټېدو په موخه يوه ناسته هم وکړه.
دوی وويل: له ځايي اړونده ادارو سره به په دې برخه کې کار کوي ترڅو د ښځو د حقونو په اړه عامه پوهاوی ډېر شي.
دوی کورونو کې پر ديني زده کړو ټينګار وکړ او ويې ويل چې په ډېری کورنيو کې د اسلام د مبين دين په اړه د نارينو او ښځينو د پوهاوي کچه ټيټه ده چې له امله يې ډېری وخت کورنی تاوتريخوالی رامنځته کېږي.
په ټوله کې جګړه او ناپوهي هغه دوه لوی لاملونه بلل کېږي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه يې لوړه کړې ده.
https://avapress.com/vdch6xnzk23nikd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته