د افغانستان له هلمند ولایت څخه رپوټونه وايي چې ناد علي ولسوالۍ کې د موټر بمب چاودنې له کبله دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
رپوټونه وايي چې دغه چاودنه نن سهار ناد علي ولسوالۍ کې د سیمیزو پولیسو د زده کړې یو مرکز ته نږدې شوې ده.
دغه ولایت د پولیسو امنیه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ وايي، دغه چاودنې پایله کې دوه سیمېز پولیس وژل شوي د دوه زده کوونکي او پنځه نور د درې سیمېزو پولیسو په ګډون ټپیان شوي دي.
دپيښې مسولیت تر دې دمه کوم کس یا ډلې پر غاړه نه دي اخیستی
د هلمند ولایت مسولین وايي، څه موده وړاندې دغه ولایت پهنهرسراج ولسوالۍ د طالبانو له شتون پاکولو په موخه چاڼيز عملیات پیل شوي وو، دغه ولایت امنیتي چارواکي ټينګار کوي چې هلمند ولایت باباجي،مارجه او ناد علي ولسوالیو کې به هم د طالبانو ځپلو په موخه به چاڼيز عملیات پیل شي.
څو ورځې وړاندې د هیواد ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل چې د هیواد په ۱۵ ولایتونو کې ۱۹ پلان شوي عملیات دوام لري چې په پایله کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
وزیري زیاته کړه چې د امنیتي ځوکونوشفق عملیات تر اوسه ښه روان دي او د طالبانو عمري په نوم پوځي عملیات له ماتې سره مخ دي.
د افغانسان هلمند ولایت کې دا لومړی ځل نه دي چې دا ډول پيښې ترسره کیږي یاد ولایت په تیرو ۱۵ ولایتونو کې د جګړو، ځانمرګو بریدونو او د طالبانو د ډله ایز بریدونو شاهد دی.