دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 132064
هلمند کې د جګړې رهبرۍ په اړه د لمر او طلوع تلویزیون راپور د ژورنالیستیکي اصولو او قوانینو خلاف دی.
رسنۍ په دیموکراتیکو نظامونوکې مهم رول او ځانکړی ارزښت لري کوم، چې نن سبا د څلورمې قوې نوم هم ورته ورکول کیږي.

هلمند کې د جګړې رهبرۍ په اړه د لمر او طلوع تلویزیون راپور د ژورنالیستیکي اصولو او قوانینو خلاف دی.
دهلمند چارواکی وای، رسنۍ په دیموکراتیکو نظامونوکې مهم رول او ځانکړی ارزښت لري کوم، چې نن سبا د څلورمې قوې نوم هم ورته ورکول کیږي.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخی، دهلمند ولایت له مطبوعاتی دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هلمند ولایتي اداره د افغانستان د اساسي قانون چوکاټ کې د ټولو نافذه قوانینو منلو او تطبیق ته په بشپړه ژمنتیاخپلې چارې ترسره کوي.
سرچینو زیاتیو، ددې ولایت د ټولو ملکي او نظامي ادارو مسولین د بیان ازادۍ او مطبوعاتو ارزښت ته په کتو ژمن دي، چې د قانون په ایجاب رسنیو او خبریالانو سره معلوماتو ته د لاسرسي قانون سره سم معلومات شریک کړي.
په خپره پانه کي راغلي دي. زموږ هیله داده، چې رسنۍ او خبریالان دې هم خپلې ټولنې چارې له قانون سره سمې د ژورنالیزم سپیڅلي مسلک د اصولو رڼا کې له هرډول تعصب، تیري، نا مسلکیتوب او بې غورۍ پرته په څرګند ډول د حقیقت په هنداره کې ترسره کړي.
سرچنیو وای، د رسنیو درنو استازو! په ډیرې خواشینې سره، چې د لمر او طلوع نیوز تلویزیوني شبکې له لورې له قانونه په ښکاره سرغړونې او د ژورنالیزم د ټولو اصولو خلاف د روانې میزان میاشتې په ۲۳ نیټه د هلمند ولایت جګړې په اړه غیر متوازن راپور خپور کړ.
په دغه خبرپانه کی راغلی دی، په داسې حال کې، چې د هلمند ولایت د نظامي شورا د ټولو غړو او امنیتي مسولینو ترمنځ بشپړه همغږي موجوده ده او دا مهال د جګړې رهبري د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان برید جنرال ولي محمد احمدزی پخپله پرمخ وړي او د همدې هدف لپاره پخپله مرکز لښکرګاه کې اوسیږي، چې دلته یې سوق اداره هم ایجاد کړې ده.
سرچنیو وایی. د ویلوده، چې د همدې ښې همغږۍ پرمټ د دښمن ډیر شوم پلانونه ناکام او بریدونه یې شنډ شوي دي؛ خو د لمر او طلوع نیوز شبکې د ژورنالیستیکي اصولو خلاف او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هڅو زیار، قربانیو او فعالیتونو په هیرولو پخپل راپور کې د یوې غیر رسمي بې نومه سرچینې له قوله په ډیرې سپین سترګۍ پخپل راپور کې ویلي:
سرچینو زیاتوی، «د امنیتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ د نشتون له امله امریکايي ځواکونه مجبوره شول، چې په هلمند ولایت کې د جګړې مشري پخپله غاړه واخلي»
په خبره پانه کی راغلی دی. دغه راز یې د امنیتي رسمي غونډې غیر خبري موضوع ، چې د دوو مسولینو ترمنځ خبرې دي پخپل راپور کې خپرې کړي دي او دې مسلې ته د روانې میزان میاشتې په ۲۳ نیټه د طلوع د ۸ بجو خبرونو کې ویلي:
سرچنیودلټه اشاره کوي « مقامات امنیتي در هلمند بر سر رهبري یک دیکر را تهدید به مرګ کرده است و رهبري جنګ را نیروهای امریکايي بدست ګرفته است»
په خبرپانه کی راغلی. حال دا، چې په هلمند کې میشت بهرني ځواکونه له افغان امنیتي ځواکونو سره مشورتي رول لري او د اړتیا پر مهال افغان ځواکونو سره په همغږۍ د دولت مخالفو وسلوالو ځپلو لپاره د هوايي ځواک مرسته کوي.
دهلمند ولایت له مطبوعاتی دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هلمند ولایت مقام د دې ژورنالیستیکي سرغړونې د اصلاح لپاره په هلمند کې د طلوع او لمر تلویزیونې شبکې خبریال عبدالله همیم او د دې ادارې د کابل همکارانو میراغا پوپل او مصطفي سره خبرې وکړې هغوی سره له دې، چې د راپور د اصلاح ژمنه یې وکړه؛ خو په متواتر ډول یې د بیا ځل لپاره هماغه غیر متوازن راپور خپور کړ، په داسې حال کې ، چې د بهرنیو ځواکونو لخوا د جګړې د رهبرۍ ادعا په اړه دوی د ولایت د هیڅ یوه نظامي مسول او د مطبوعاتو دفتر کلیپ پخپل راپور کې نه دی نشر کړی.
خبر پانه زیاتیوی. د لمر او طلوع نیوز تلویزیونې شبکې ادارې ته خبرداری ورکول کیږي، چې د هلمند ولایت مقام او نظامي شورا به له قانون او ژورنالستیکو اصولو د لمر او طلوع نیوز تلویزیوني شبکې دا سرغړونه له قانوني لارې تعقیب کوي او پر دې ادارې غږ کوي، چې د خپلې تیرونې په اصلاح د هلمند ولایت له نظامي شورا او ټولو امنیتي ارګانونو څخه بخښنه وغواړي.

https://avapress.com/vdcb05b8arhbfgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته