دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۱۳
د مطلب کود : 174239
له طالبانو سره په خبرو کې دې ۱۷ کلنې لاسته راوړنې په پام کې ونیول شي- سپنتا
د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دې په سیاسي مشارکت کې د تېرو ۱۷ کلونو لاسته راوړنې په پام کې ولري.

د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي، که څه هم د امریکا ولسمشر دونلد ترمپ د افغانستان په اړه ځانګړې تګلاره نلري او یو شمېر سیاستوال هم د خلیلزاد په اړه اندېښنې لري؛ خو نوموړی تر بل هر سیاستوال د افغانستان له وضعیت څخه ښه خبر دی.
ښاغلي رنګین دادفر سپنتا په ډاګه کړې: سره له دې، چې د خلیلزاد په اړه ډېر سیاستوال اندېښنه لري؛ خو نوموړی د افغانستان له وضعیت سره آشنا دی. هیله من یم، چې خلیلزاد تېریو لاسته راوړنو لکه، دیموکراتیکه خپلواکي، د بیان آزادي او د ښځو حقونه په سیاسي مشارکت کې له پامه ونه غورزوي.
ښاغلی سپنتا که څه هم د افغانستان د سولې بهیر د افغانانو په رهبرۍ نه بولي؛ خو ټینګار کوي، چې غوره ده د سولې د خبرو لپاره د لنډمهاله حکومت پر جوړیدو غور وشي.
نوموړي څرګنده کړې: که د رښتینې سولې راتګ شونی وي؛ غوره ده، چې ټاکنې وځنډول شي، لنډمهاله اداره جوړه شي. له همدې کبله د ټاکنو ځنډول ښه کار دی.
که څه هم د سولې خبرو لپاره هڅې ګړندۍ شوي؛ خو ترڅنګ يې جګړې هم زور اخیستی.
رنګین دادفر سپنتا د جګړې ګټونکی پاکستان بولي او وایي: د جګړې ګټونکی پاکستان یا ( آی اس آی) دی. پاکستان د طالبانو دیپلوماتانو ته دومره روزنه ورکړې، چې د مسکو په غونډه کې يې د کمرو په وړاندې د بشري او ښځو حقونو په اړه هم خبرې کړې دي!
د ښاغلي سپنتا په باور، افغان حکومت په نړیواله کچه خپل مشروعیت له لاسه ورکړی او برعکس وسلوال طالبان په نړیواله کچه د پرمختګ په حال کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سولې عالي شورا له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې د طالبانو او خلیلزاد په وروستیو خبرو کې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو له احتمالي هوکړې خبر ورکړی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbfab89rhbz5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته