دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۲۲:۱۷
د مطلب کود : 70485
سپنتا: د پاکستان له اجازې پرته طالبان د سولې خبرې نشي کولای
په داسې حال کې چې طالبانو په قطر کې خپل دفتر موقتاً تړلی دی، د ملي امنیت سلاکار وايي تر څو چې پاکستان طالبانو ته اجازه ورنه کړي، دغه ډله به له افغان دولت سره مذاکرات ونه کړي.
ښاغلي سپنتا په دې اړه له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکې کې وویل چې نړیواله ټولنه په خاصه توګه امریکا باید پر پاکستان فشار راوړي چې همکاري وکړي:
(له یوه طرفه باید په ټول قوت سره هڅه وکړو چې دا مذاکرات رامنځ ته شي، خو دا مذاکرات تر هغو پورې نشي کیدای تر څو پورې چې پاکستان طالبانو او د طالبانو مشرتابه ته اجازه نه وي ورکړي، چې راشي او له موږ سره رسماً خبرې وکړي. نو په دې توګه یو شرط دا دی چې پر پاکستان نړیواله ټولنه په خاصه توګه امریکا فشار راوړي چې طالبانو ته د خبرو اجازه ورکړي.)

د افغانستان دولت له امریکا سره پر امنیتي تړون مذاکرات درولي دي.
جمهور رییس حامد کرزي ویلي تر هغو به دغه مذاکرات نه پیلیږي تر څو چې طالبانو د افغانستان د سولې له عالي شورا سره مذاکرات نه وي پيل کړي.
ښاغلي سپنتا هم له ازادي راډیو سره په مرکې کې وویل چې امریکا باید پر پاکستان فشار راولي چې یا طالبان مذاکراتو ته کښینوي او یا هم په خپلې خاورې کې ددې ډلې د پټنځایونو پر ضد اقدامات وکړي.
خو نوموړي تایید کړه چې د افغانستان او امریکا ترمنځ له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه اختلافات موجو دی.
ښاغلي سپنتا وویل چې افغانستان طالبانو او پاکستان اساسي ګواښ بولي خو امریکا یوازې القاعده:
(زموږ له نظره طالبان او تر شا یې پاکستان اصلي خطر او ګواښ دی او د امریکا د متحده ایالاتو له نظره القاعده. افغانستان ددې پلوی دی چې دا باید جدا نشي، موږ باید له ترهګرۍ سره په عمومي توګه مبارزه وکړو، خو د امریکا متحده ایالات اوس غواړي چې سره جدا یې کړي، یوازې په القاعده تمرکز وکړي، او امریکا پاکستان ته د یوه متحد په توګه ګوري.)

د ملي امنیت سلاکار دا هم وویل چې که امریکا د افغانستان شرایط پوره نه کړي، ښايي د حامد کرزي په حکومت کې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه شي او دا کار راتلونکې حکومت ته پاتې شي.
ښاغلي سپنتا یو ځلې بیا ټینګار وکړ چې پاکستان په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق په لټه کې دی.
نوموړي وویل چې ستراتيژیک عمق په دې معنی چې پاکستان غواړي د هند د ګواښولو لپاره په افغانستان کې لاس پوځی حکومت رامنځ ته کړي:
(د کلاسیک مفهوم له مخې ستراتیژیک عمق په دې معنی چې تاسو یوه جغرافیا ولرﺉ، چې له دې جغرافیې نه د عقب نشیني، یا د یوه بل دښمن پر ضد د وسلو او راکټونو د نقلولو لپاره ګټه واخلی. لکه څرنګه چې پاکستان یو داسې هیواد دی چې عرض یې کم دی، همیشه د هند د راکټونو له ګواښ سره مخ دی، د هند پرضد د راکټونو د ځای پر ځای کولو لپاره د افغانستان له غرونو څخه ګټه اخیستل او دلته د یوه لاسپوځي دولت رامنځ ته کول، دا یوه نظامي ستراتيژي ده. )
خو ښاغلي سپنتا وویل چې پاکستان به هڅکله خپل دې هدف ته ونه رسیږي.
تر دې پخوا جمهور رییس حامد کرزي هم ویلي چې پاکستان باید په افغانستان کې د ستراتیژک عمق په لټه کې ونه اوسي.
خو پاکستانیو چارواکو د افغان دولت دارنګه ادعاوې رد کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbsabz.rhbgwp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته