دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۵۵
د مطلب کود : 105214
القاعده؛ په فرانسه کی په شارلی ابډو باندی د حملی مسئولیت په غاړه واخیست
د عربستان  د ټاپو وزمی  څانګی، القاعده؛ پرون  په  فرانسه کی  د شارلی ابدو د مجلی  په  دفتر باندی  د چهار شنبی  ورځی  د حملی  مسئولیت   په  غاړه  واخیست . 
دغی  ډلی، په  انګریزی  ژبه؛ د آسوشیتد پرس  خبری  آژانس  ته  د یولیک  په  لیږلو سره، په  شارلی  ابډو باندی  حمله، یو غچ  اخیستونکئ  اقدام  وباله .
یمن، د القاعدی  د دی  څانګی  د فعالیت  مرکز  دئ، او د دی  حملی  یو عامل، په  یاد هیوادکی د القاعدی  د ترهه ګرو په  وسیله، پوځی  زده کړه  کړې وه .
په شارلی  ابدو باندی  حمله  چی، ۱۲  مړی یی پرځای  پریښودل؛ د حملی  د عواملو په  تیښتی  سره، په  یو دری  ورځنی  بحران باندی  بدله شوه .  د دغی  حملی  دری  تنه  عوامل، پرون  د یرغمل  نیونی  د دؤو عملیاتو په  ترځ کی، ووژل شو .  د دغی  ځلور کسیزی  ډلی  اقدامونه، د  ۱۶  ملکی  خلګو، او د یو پولیس  د وژل کیدو، سبب  شول  .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcizwaz5t1aur2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته