دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۰۷
د مطلب کود : 138763
د افغانستان له امنیتي وضعیته د تاجیکستان او روسیې دمشرانو اندېښنه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین،د دوشنبې په ورځ(د کب په ۹ مه) تاجیکستان ته په سفر کې وویل چې روسیې له افغانستان سره د سرحدي ګواښونو د له‎منځه وړلو لپاره،په تاجیکستان کې د خپلو پوځي اډو څخه د احتمالي کار اخیستنې په اړه له خپل تاجیکي سیال امام علي رحمان سره هوکړې ته ورسېدل.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، امام علي رحمان هم له افغانستان سره سرحدي ګواښونو ته رسېدنه خپل لومړیتوب بولي.
په افغانستان کې د داعشیانو فعالیت مسکو د افغانستان پر وضعیت څارنې ته اړ کړی او آن کله هم له دې امله ویره لري.
له همدې امله مسکو د سرحدي ګواښونو په وړاندې په تاجیکستان کې له خپلې پوځي اډې د کار اخیستو احتمال هم له افغانستان سره شریک کړی دی.
تاجیکستان د منځنۍ آسیا یوازینی هېواد دی چې روسیه په‎کې پوځي اډه لري او روسي او تاجیکي چارواکي د افغانستان په شمال کې د ترهګرو ډلو فعالیت ګډه اندېښنه ګڼي.
د روسیې ولسمشر ولاتیمیر پوتین وویل:« موږ د افغانستان ستونزمن وضعیت ته ځانګړې پاملرنه کوو، روسیه او تاجیکستان په افغانستان کې د داعش په شان ترهګرو ډلو د فعالیتونو د پراختیا په اړه ګډه اندېښنه لري او د تاجیکستان او افغانستان ترمنځ پولو د خوندیتوب لپاره په تاجیکستان کې زموږ له پوځي اډې د احتمالي کارولو په ګډون مسلو په اړه هوکړې ته ورسېدو»
تاجیکستان په منځنۍ آسیا کې له افغانستان سره اوږده پوله لري، د دغې پولې څارنه اوس د دوشنبې لپاره یو لومړیتوب ګڼل کېږي.
د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان په دې اړه څرګنده کړه:« تاجیکستان له افغانستان سره ۶۰ سلنه ګډه پوله لري او تاجیکستان په لومړۍ لیکه کې دی، له همدې امله زموږ لوی مسؤولیت له افغانستان څخه ګواښونو ته پاملرنه ده.»
خو په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نظر دا دی چې له ترهګرۍ سره مبارزه باید له افغانستان سره په همغږۍ کې ترسره شي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال خیرالله آزاد وايي:«افغان حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې تل د هېوادونو پر همکارۍ ټینګار کړی او دغه مبارزه د سیمې په کچه باید د یوې ګډې تګلارې پر بنسټ وي.»
خو د ملي دفاع وزارت ویاند د مسکو او دوشنبې د هوکړې په اړه وايي:«روسیه او تاجیکستان چې هره پرېکړه کوي،هغه د دوی کورنۍ کار دی،خو هغه څه چې افغانستان ته راګرځي،موږ هېڅ ترهګرې ډلې ته اجازه نه ورکوو چې زموږ له خاورې د کوم بل هېواد پر ضد استفاده وکړي.»
روسیه په تاجیکستان کې په خپله اډه کې ۷ زره پوځیان لري، که څه هم تر ۲۰۰۵ زیږدیز کال پورې روسي ځواکونو د تاجیکستان او افغانستان ترمنځ پولې د امنیت مسؤولیت پرغاړه درلود خو اوس دا مسؤولیت تاجیکستاني پوځیان پرغاړه لري.
https://avapress.com/vdcd9j0fsyt0s56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته