د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
د بغلان پولیس وايي چې نن شنبې(د غوايي په ۹ مه)په لسګونه طالبانو د دغه ولایت په ځینو برخو برید وکړ خو د هغوی برید د امنیتي ځواکونو له خوا په شاوتمبول شو.
د بغلان امنیه قومندان وویل چې په دغو نښتو کې طالبانو ته ډېره مرګ ژبله اوښتې ده.
د بغلان امنیه قومندان اکرامالدین سریع وویل:«د ۱۱ تنو مړي یې پاتې دي او کابو ۱۹ تنه وژل شوي او ۱۵ تنه نور یې ټپیان شوي دي او تاسې په جریان کې یاست چې موږ د طالبانو بریدونه د مرکزي بغلان په چشمه شیر او دوشي ولسوالۍ کې په شاوتمبول شول او طالبان اړ شول چې تېښته وکړي.»
د بغلان امنیتي چارواکي ګواښ کوي چې امنیتي ځواکونه د ترهګرو هر ډول برید ته غاښ ماتونکی ځواب ورکوي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دویمې لوا د لومړي کنډک قومندان ډګروال ضیاالدین څرګنده کړه:«طالبانو د منصوري په نامه عملیات پلان کړي چې نن یې د بغلان په ګوټ ګوټ کې خپل عملیات پيل کړي چې ډېر فشار یې په مرکزي بغلان وه او ټولو ځواکونو یو ځای د طالبانو بریدونه په شاتمبولي دي.»
د بغلان پولیس وايي چې په دغې څو ساعاته نښته کې ۱۹ طالب جنګیالي وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
په دغې نښته کې د امنیتي ځواکونو دوه سرتېري هم وژل شوي او درې تنه نور یې ټپيان شوي دي.