دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۳
د مطلب کود : 142635
ننګرهار،دخوږیاڼو ولسوالۍ طالبانو نومول شوی ولسوال په افغان ځواکونو برید وژل شوی
د ننګرهار ولایت چارواکي ویلی، په یاد ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ له پاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال په عملیات کې وژل شوی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی په دی اړه رسنیوټه وایی، چې د وسله والو هغه نومول شوی ولسوال وفیع الله نومېږي او پر عمر مشهور و، چی د افغان امنیتی ځواکونو په برید کې وژل شوی دی .
سرچنیو زیاتیوی، د افغان ځواکونو په عملیات کې ولسوال وفیع الله وژل شوی دی او ملګری یې ټپي دی.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیوټه څه ندی ویلی.
https://avapress.com/vdcgwx9qnak9t34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته