دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۴
د مطلب کود : 192402
رحمت الله نبیل: ولسمشریز ټاکنې دوهم پړاو ته ځی
رحمت الله نبیل دولسمشری ټاکنو نوماند وایی چی ټاکڼې دویم پړاو ته ځی او ټاکنو خپلواک کمیسیون دی چمتووالی ونیسی.

 

ښاغلي نبیل نن سه شنبه د ( تلې نهمه) په یوې خبرې ناسته کې د ټاکنو په تړاو خبرې وکړې، او له خکلو یې ټاکنو کې د ګډون په خاطر مننه وکړه، ښاغلي نبیل له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هم مننه وکړه او د هغوی لاسته راوړنې یې وستایلې.

ښاغلي نبیل له مطبوعاتو او ناظر بنسنونو هم مننه وکړه، خو د خلکو پیکه ګډون ورته د اندېښنې وړ دی،هغه د خلکو کم رنګه ګډون، د ملي وحدت  حکومت مشرانو ته یوه ناکامي وبلله، هغه وویل، ټول والیان، امنیه قومندانان او مافیا  د ملي وحدت حکومت د ټیمونو په ګټه درغلي کړې، خو بیا هم د خلکو پیکه ګډون د ملی وحدت حکومت مشرانو پر مخ د خلکو ګوزار دی.

هغه وویل، په لومړي پړاو ټاکنو کې څوک نشي بریالی کېدای، ځکه د خلکو ګډون کم رنګه وو، هغه د  ټاکنو له دواړو کمېسیونونو وغوښتل تر څو دویم پړاو ته چمتووالی ونیسی. نبیل د ټاکنو پر شفافیت ټینګار وکړ، او د بحران د مخنیوي یوازینۍ لار يې رڼې ټاکنې یادې کړې.

https://avapress.com/vdcdzx0fxyt0no6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته