افغان غږ خبری آژانس - کابل: په بیجینګ کې د افغانستان سفارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د څانګې مرستیال ژینګ ماومینګ د افغانستان د سفارت له مشر سره وکتل.
د چين د بهرنيو چارو د وزارت د اسيايي چارو مرستيال په دې غونډه کې وويل چې د دغه هېواد د مرستو لومړی کاروان چې خېمې، کمپلې، سرپناه، جامې، خوراکي توکي او نور اړين توکي په کې شامل دي، به د دغه هېواد په ختيځ کې زيانمنو شويو سيمو ته ورسېږي.
چین تر دې وړاندې هم د هرات له زلزله ځپلو سره ۲۰۰ زره امریکايي ډالره مرسته کړې وه.