دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۴
د مطلب کود : 278992
له پاکستان څخه د افغانستان د وارداتو کچه ۷،۳ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې له دغه هېواد څخه د افغانستان واردات دوه پر درېیمه زیات شوي او ۷،۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستان نیشن ورځپاڼې د راپور له مخې، په همدې موخه د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د فدراسیون پلاوی د دغه هېواد حکومت ته وړاندیز کړی چې پر واردوونکو توکو ګمرکی تعرفې کمې کړی.
 
د پاکستاني سوداګرو په وینا دا کار کولای شي د توکو د قاچاق لېوالتیا کمه کړي او د قاچاق په بشپړه توګه له منځه وړلو کې مرسته وکړي.
 
دغو سوداګرو احصایې ورکړې چې د پاکستان له لارې د افغانستان د وارداتو کچه دوه پر درې زیاته شوې او دا شمېره ۷،۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.
 
د پاکستان د سوداګرۍ خونې مشر، میان انجم نثار، وویل: "په سرحدونو کې یوازې د اداري اقداماتو له لارې د قاچاق په بشپړه توګه له منځه وړل ستونزمن کار دی، او د حل لاره دا ده چې د تعرفې نرخ کمولو سره د قاچاق هڅونه کمه شي. "
 
نوموړي دغه راز د سوداګرو د ځورونې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه او د ناقانونه سوداګرۍ د مخنیوي لپاره یې پر پولو د څارنې د اغېزمن سیستم پر جوړولو ټینګار وکړ.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کلونو کې د منځنۍ اسيا له هېوادونو، چين او ايران سره د سوداګريزو لارو د پرانيستلو له امله د پاکستان له لارې د افغانستان واردات کم شوي دی.
 
https://avapress.com/vdcco4qii2bqmo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته