دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 281214
په تېرو لسو ورځو کې له ایران څخه څه باندې ۲۴ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي
د ایران د اسلامي جمهوریت د خراسان رضوي د پولو د ساتونکو قوماندان مجید شجاع په تیرو لسو ورځو کښې له دغه هیواده د ۲۴۸۸۴ افغان مهاجرینو د ایستلو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: مجید شجاع وايي، د بهرنیو هېوادونو اتباع باید له رسمي او قانوني لارو ایران ته داخل شي، که نه نو له دوی سره به پرېکنده چلند وشي.

د ایرنا د خبر له مخې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کښې څه د پاسه ۳۲۸ زره افغان کډوال چې په غیر قانونی توګه په ایران کښې اوسیدل د رضوی خراسان له پولو څخه خپل هیواد ته راستانه شوی دی.

ایران له پاکستان سره یوځای له کلونو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی، چې ډېری یې له اسنادو پرته افغانستان کې مېشت دي.

تیره میاشت، پاکستان د 1.7 ملیون افغان اتباعو په ګډون "غیرقانوني" مهاجرینو ته د هیواد پریښودو لپاره ضرب الاجل ټاکلی و.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم سلګونه زره افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي او يا هم شړل شوي دي.
https://avapress.com/vdcdff0xoyt0jx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته