دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۵
د مطلب کود : 283039
اسلامي پراختیايي بانک د افغانستان له خلکو سره ۲۴.۶ میلیونه ډالره څانګړي کړه
اسلامي پراختیايي بانک په افغانستان کې د خوراکي توکو د خوندیتوب او د روغتیا او پوهنې په برخه کې له مرستندویه موسسو سره د ۲۴.۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د څو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه پروژې د ۲۴،۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان د بشری مرستو له صندوق څخه چې د اسلامی پراختیایی بانک تر مدیریت لاندې تمویلیږی، ځانګړي کړه. 

اسلامي پراختیايي بانک په ایکس کې لیکلي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ سره یې د ۱۴ میلیونو ډالرو په ارزښت درې تړونونه لاسلیک کړي دي.

دغه پيسې به په افغانستان کې د پوهنې، روغتيا او معيشت په برخه کې ولګول شي او ۲۴۰ زره کسان به ترې ګټه پورته کړي.

اسلامي پراختیايي بانک زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) او د افغانستان د بشري مرستو صندوق (AHTF) ته اته میلیونه ډالره ورکوي، څو پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې نورې پروژې تمویل کړي.

دغه بانک همدا راز زیاته کړې، چې د افغانستان په کلیو کې میندو او ماشومانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي په موخه به د روغتیا نړیوال سازمان ته ۱.۵ میلیونه ډالر ورکړي. د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دغه مرستې په بامیان ولایت کې ولګول شي.

همدا راز اسلامي پراختیايي بانک ویلي چې د ناروې د کډوالو شورا ته به ۱.۱ میلیونه ډالره نوره مرسته ورکړي چې په بدخشان، فاریاب او غزني ولایتونو کې به د خوراکي توکو د خوندیتوب په برخه کې ولګول شي.

په افغانستان کې بشري ناورین لا هم جدي دی او د دغه هېواد تر نیمايي زیات نفوس مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا په وينا، په راتلونکي کال کې له افغانستان سره د مرستو لپاره درې ميليارده ډالرو ته اړتيا ده.
https://avapress.com/vdcaeenuo49naw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته