دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۶
د مطلب کود : 284358
پاکستان د افغانستان د سوداګریزو توکو پر مخ ټولې سرحدي لارې تړلې دي
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې چارواکي وايي، پاکستان ټولې سرحدي لارې د افغان سوداګرو مالونو پر مخ تړلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې غړي خانجان الکوزي د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره د سه شنبې په ورځ (د جدی ۲۶) وویل چې پاکستان په وروستیو ورځو کې دغه هېواد ته د افغان سوداګرو پر مخ ټولې ټرافیکي لارې تړلې دي.

هغه زیاته کړه، چې په وروستۍ پېښه کې پرون پاکستان د پکتیا ولایت د «ډنډ پټان» – خرلاچي پوله د سوداګریزو موټرو پر مخ وتړله.

الکوزي څرګنده کړه، چې د "سپين بولدک" - "چمن" لاره هم له نږدې دوو مياشتو راهيسې تړل شوې او د "انګور اده" لاره هم د قومي شخړو له امله تړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د تورخم دروازې له تړل کېدو وروسته د پاکستان حکومت هم د غلام خان لاره د افغان سوداګرو د موټرو پر مخ تړلې وه.

د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر حسيب الله ګرديزي هم وايي، چې له تېرې ورځې راهيسې د ډنډ پټان ولسوالۍ د خرلاچي دروازه له پاکستان څخه د ترانزيت پر مخ تړل شوې ده.

د هغه په ​​وينا، په دې دروازه کې له موټر چلوونکو څخه هم د ويزو غوښتنه شوې ده.

حسیب الله ګردیزي زیاتوي، چې دا دروازه تړلې ده، چې دواړو خواوو ته ګڼ موټر درول شوي دي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، چې پاکستان دا ډول کړنې د خپلې ګټې لپاره کوي.

دوی له اسلامي امارت غواړي چې له پاکستان سره د ټرانزیټ او سوداګرۍ د بنسټیزو ستونزو د حل لپاره کار وکړي، څو دا ستونزه هواره شي.

لعل ځاځي د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل، چې پاکستان معمولاً زموږ د مالونو د تېرېدو لپاره په عذرونو شرطونه وضع کوي، چې بالاخره يې د خپلو ګټو لپاره کاروي.

بل اقتصادي کارپوه محمد نبي افغان د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل چې اسلامي امارت بايد له پاکستان سره د ترانزيټي او سوداګريزو ستونزو اساسي حل کړي.

دده په وینا؛ پاکستان تل پر افغان سوداګرو ډېر محدودیتونه لګولي او باید پر وړاندې یې جدي اقدام وشي.

خو د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ویلي، چې د دغه هېواد موقت حکومت له افغانستان سره په ټولو ترانزیتي لارو کې د "واحد سند رژیم" پلي کوي.

جان اڅکزي د ویزې سره سفر کول د پاکستان د ملي امنیت مسله وګڼله او زیاته یې کړه چې دا پرېکړه به په هر قیمت او د هرې قربانۍ په بدل کې عملي کوي.

ښاغلي اڅکزي چې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل چې د تورخم په لاره کې د افغان باروړونکو موټرو د چلوونکو لپاره د ویزې شرط په پام کې نیول شوی دی.

له بلې خوا د تورخم د لارې د بار وړونکو موټرو پر مخ د تړل کېدو په څلورمه ورځ هم د افغانستان او پاکستان سرحدي چارواکو د دغې لارې د پرانستلو لپاره غونډه وکړه.

خو د پاکستان جیو نیوز رسنیو ویلي، چې د تورخم پولې د پرانستلو لپاره د دواړو لورو ترمنځ خبرې بې نتیجې پاتې دي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان سرحدي چارواکو د چنګاښ په ۲۳ مه نېټه د تورخم دروازه د سوداګريزو کاروانونو پر مخ وتړله.

د پاکستاني چارواکو د نوې تګلارې له مخې د تورخم له پولې تېرېدل یوازې په ویزه او پاسپورټ ممکن دي او هغه موټر چلوونکي چې ویزه یا پاسپورټ نه لري له پولې تېرېدلای نه شي.

د پاکستان د دغه اقدام په غبرګون کې اسلامي امارت د پاکستان تجارتي لاریو ته اجازه نه ده ورکړې چې افغانستان ته داخل شي.

په هرصورت، ډان ورځپاڼې لیکلي چې پیاده خلک په نورمال ډول له دې پولې تیریږي.

د يادونې وړ ده، چې افغانستان په وچه کې راګېر هېواد دى او پاکستان د دغه هېواد د سوداګريزو توکو د صادراتو او وارداتو تر ټولو نږدې لار ده.
https://avapress.com/vdcftjd0cw6dcma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته