دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 284966
افغانستان به نن د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو د غونډې کوربه وي
پاکستاني رسنیو د افغانستان د سرپرست حکومت د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې کابل به د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو د غونډې کوربه وي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: پاکستانۍ ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د دلوې ۹ مه) د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو د ځانګړیو استازو د غونډې کوربه دی.

د دغې پاکستاني رسنۍ د راپور له مخې، د ځینو هېوادونو استازي په دې غونډه کې له «اسلامي امارت سره د تعامل د پیاوړتیا» پر لارو چارو غور کوي.

په داسې حال کې چې دا په کابل کې د "تماس ډلې" لومړۍ غونډه ده؛ د اسلامي امارت یوه چارواکي پاکستان ډېلي ته ویلي، چې دا غونډه به د څلورو هېوادونو د استازو په حضور کې ترسره شي.

د دې رسنۍ د معلوماتو له مخې په دې غونډه کې به د پاکستان، ایران، چین او روسیې استازي ګډون وکړي.

د اسلامي امارت دغه چارواکي په دې غونډه کې د نورو هیوادونو د استازو د نه ګډون په اړه وویل چې دوی هیله من دي چې په راتلونکو غونډو کې به د ګډونوالو شمیر زیات شي.

داسلامي امارت دبهرنيو چارو وزير اميرخان متغي په دې وروستيو وختو کې په کابل کې ديو شمير هيوادونو له استازو سره وکتل ښاغلي متقي په دغه ليدنه کې وويل چې په کابل کې د يوناما په شتون سره د افغانستان لپاره د نوي استازي ټاکلو ته اړتيا نشته.

د یادولو وړ ده چې ایران په روانه میاشت کې د مسکو د فورم په وروستۍ غونډه کې د سیمه ایز تماس د ډلې د جوړولو طرحه وړاندې کړه.

تر دې مخکې د افغانستان په چارو کې د ایران استازي حسن کاظمي قومي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي و چې د تماس ډله به اسلامي امارت ته د «رغنده وړاندیزونو یوه بسته» وړاندې کړي.

د ایران ځانګړي استازي وویل: د تماس ډله او اجنډا دې پراخه شي او د افغانستان په اړه د افغانستان د ګاونډیانو، د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې اندېښنې د یوې مشخصې اجنډا په بڼه په منطقي وخت کې ګام په ګام حل شي.

باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي اعلان وکړ، چې طالبان به راتلونکې اونۍ د یوې "د پام وړ" سیمه ییزې غونډې کوربه وي.
https://avapress.com/vdcaiynui49nao1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته