افغان غږ خبری آژانس – کابل: په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د چهارشنبې په ورځ د حمل ۲۲، وویل چې د عدلیې وزارت په مشرۍ یو کمیسیون په دې اړه جوړ شوی دی.
هغه څرګنده کړه چې هندوانو او سکانو د افغانستان په اقتصاد کې تاریخي رول لوبولی دی.
دغې رسنۍ د هندي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې ښايي دا اقدام د هند پر وړاندې د طالبانو له لوري یو مثبت اقدام وي.
د اسلامي امارت په جوړیدو سره د هندوانو او سکانو زیات شمیر هیواد پریښودو او نړیوالو سازمانونو د مذهبي او قومي اقلیتونو وضعیت د اندیښنې وړ وباله.