افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي: هڅه کوو چې د دغه کمرو د نصب لړۍ په پلازمینه او د هیواد په نورو ولایتونو کې هم پراخه کړو.
د کابل په بېلابېلو سیمو کې څه باندې ۸۰ زره امنیتي کامرې نصب شوې دي.
د هغه په وينا، په کابل ښار کې تر ٨٠زره زياتې امنيتي کمرې په تقاطع، مصروفي او مهمو نقطو کې نصب شوي دي.
تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت احصایې ورکړې وې چې په کابل ښار کې یې تر ۶۲ زره ډېرې امنیتي کمرې نصب کړي دي.
ښاغلي قانع تر دې مخکې ویلي وو چې د کابل او نورو ځایونو په مهمو ځایونو کې د کمرو نصبول د افغانستان د څلور کلنې امنیتي ستراتیژۍ برخه ده.