دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۱۴:۲۸
د مطلب کود : 33399
په میدان وردګو ولایت کې په یوه ترافیکي پیښه کې (۸) تنو ته مرګ ژوبله واوښته
یوه شخصي سراچه مټر چې د غزني څخه دکابل په لورې او بله شخصي سراچه موټر چې دکابل څخه دوردګو په لور روانه وه دسالارو دپتنک په سیمه کې دبې احتیاطۍ له امله یې تصادم وکړو.
دمیدان وردګو ولایت دسیداباد ولسوالۍ دسالارو د پتنک په سیمه کې نن سهار
په ۹ بجو د دوه سراچو موټرو دټکر له امله يوه ښځه مړه، د دریو ښځو په
ګډونه ۷ تنه ټپیان شول.
یوه شخصي سراچه مټر چې د غزني څخه دکابل په لورې او بله شخصي سراچه موټر
چې دکابل څخه دوردګو په لور روانه وه دسالارو دپتنک په سیمه کې دبې
احتیاطۍ له امله یې تصادم وکړو چې په یوه سراچه موټر کې يوه میرمن دغزني
ولایت اوسیدونکي ځاي پرځای مړه، ۳ تنه نورې ښځې او په بله سراچه موټر کې
۴ تنه نارینه پکې ټپيان شول چې ټپیان دسیمې دخلکو او ملي اردو په مرسته
دسیمې څخه دسیداباد روغتون ته یوړل شول چې په ټپیانو کې دیوې ښځې
روغتیايي حالت داندیښې وړ ښودل شوې وو چې کابل ته ولیږدول شوه.
نوموړې پېښه د پولیسو لخوا دڅيړنو او پلټنو لاندې ده
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceox8x.jh8xoi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته