دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۱۸:۰۳
د مطلب کود : 35874
*د ميدان وردګو ولايت  دپوليسو په روزنيز مرکز کې دحضرت محمد(ص) د ميلاد ورځ  ولمانځل شوه
اوس زموږ افغان امنیتي ځواکونو دښوونې روزنې څخه تر تخنیکي زده کړو سربېره د اسلامي او ملي ارزښتونو دلمانځلو ، یادولو او ساتلو جوګه شوې دي .
په نوموړو مراسمو کې دولایت والي محمد حلیم فدایي، په ولسي جرګه کې ددې ولایت استازې عبدلمجید وردګ، دولایتي شورا ریس شیرشاه بازون او غړویې دامني قوماندان، دملي امنیت ریس، دپولیسو د روزنیز مرکز مشر جلال الدین رکبار،
دولایتي بیارغاونې ډلې مشر ،د اړنده ادارو مسولینو، دپوهنې ریاست مسولینو او ددې روزنیز مرکز په سل ګونو تنو افسرانو او سربازانو برخه اخیستې وه .

غونډې ته ښاغلي والي په خپله ویناء کې دسرور کاینات حضرت محمد (ص) په ځانګړتیاوو او دمیلاد نبې ورځې څخه د زده کړو په اړه هر اخیزه خبرې وکړې او ویې ویل ( حضرت محمد ص دنړۍدیو ښه رهبر د ویناء او عمل ښه مثال وو چې
جناب رسول الله صدیو ښه کاري ټیم ، متعهد او ژمن ټیم پراساس ترڅه لومړی په فکر او انسان جوړونهباندې ترکیز وکړو ځکه انسان جوړونه جه ان جوړونه ده، همدانګه محمدص په ټولنه کې یو لوې تغیر او بدلون رامنځته کړو او دناپوهۍ
تیارو پرځای په ټولنه کې یوالي وحدت له لارې دپوهې او علم ډیوې بلې کړي
) همدارنګه ښاغلي والي دمسولیتونو سپارل داهلیت او شایستګۍ پربنسټ دحضرت محمد (ص) ځانګړتیا یاده کړه او دپولیسو ټولو سربازانو یې وغوښتل چې همدغو ټکو ته په کتو په ټولنه کې دیوالي ، اهلیت اوصداقت پر بنسټ مثبت تغیر رامنځته کړي.

دولایتي شورا ریس شیرشاه بازون د حضرت محمد (ص) دمیلاد مبارکي ورځې لمانځل دپولیسو په دغه ستر روزنیز مرکز کې اړین وګڼلو او خوښې یې څرګنده کړه چې اوس زموږ افغان امنیتي ځواکونو دښوونې روزنې څخه تر تخنیکي زده کړو سربېره د اسلامي او ملي ارزښتونو دلمانځلو ، یادولو او ساتلو جوګه شوې دي .

دپروګرام په پای کې د پولیسو افسرانو او سربازانو لخوا دحضرت محمد (ص) دمیلاد ورځې په مناسبت په زړه پورې نعتونه او شعرونه ولوستل.

سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceev8x.jh8nfi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته