د ننګرهار د سرحدي پولیسو قومنداني وايي، چې په تورخم کې یې یو کس له ۹ میله وسلې سره نیولی.
په ختیځ زون کې د سرحدي پولیسو د قومندانۍ ویاند ادرس مومند ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه کس ۹ میله توپنجې له پاکستان څخه افغانستان ته را اړولې، چې پولیسو نیولی دی.
ښاغلي مومند وویل، چې تر دې دوې ورځي مخکې یې هم یو بل کس چې د باجوړ اوسېدونکی و او غوښتل یې افغانستان ته وسلې راوړي نیولی و.
افغان چارواکو تر دې مخکې په وار وار ویلي، چې له پاکستانه دې هیواد ته وسلې او نور چاودېدونکې توکې رالیږل کیږي، خو پاکستان بیا دا خبره نه ده منلې.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)