دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۰۵
د مطلب کود : 44960
م.م. وايي د زده کوونکو په مسمومولو له تورنو کسانو په جبر اعتراف اخیستل شوی
متخصصان وايي چې په ښوونځیو کې د بې هوشۍ د وروستیو پر له پسې پېښو علت به غالباً د وېرې په وجه عصبي حمله وي نه زهرجنه ماده.
تاند - ملګروملتو په دې اندېښنه ښکاره کړه چې له شکنجې کار اخیستل به سبب شوي وي چې د افغانستان د شمال په یوشمېر ښوونځیو کې د زهرجنې مادې د شیندلو د ادعا پرسر له یوشمېر کسانو څخه اعتراف واخیستل شي.

متخصصان وايي چې په ښوونځیو کې د بې هوشۍ د وروستیو پر له پسې پېښو علت به غالباً د وېرې په وجه عصبي حمله وي نه زهرجنه ماده.

تېره میاشت، وروسته له دې د افغانستان پر حکومت فشار راغی چې د تخار ولایت د نجونو په ښوونځیو کې بیا بیا نجونې مسمومې شوې، یو شمېر کسان د نجونو په ښوونځیو کې د زهرجنو موادو د شیندلو په تور ونیول شول.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست چارواکو د جون په شپږمه په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دوو نجونو زده کوونیکو په شمول پنځلس تنه د زده کوونکو په مسمولو کې په لاس لرلو اعتراف کړی دی.
افغان چارواکو په دې پېښو کې وسله وال طالبان ککړ وبلل، ویې ویل چې هغوی د نجونو له تعلیم سره د مخالفت پراساس دا کار کوي.
د دوی په وینا نجونې په ښوونځیو کې د کیمیاوي مادې د شیندلو او یا د څښاک په اوبو کې د دې ناڅرګندې مادې د ګډولو په اثر مسمومې شوې دي.
خو په افغانستان کې د ملګروملتو د دفتر(یوناما) د بشري حقونو څانګې په دې اندېښنه وښووله چې اعترافونه ممکن د شک وړ وي.

د م.م. د دې څانګې ريیس جېمز راډهېفر فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«ملګري ملتونه له داسي قانوني او کره شواهدو خبر نه دي چې په اغېزمن شویو ښوونځیو کې دې له زهرجنو موادو کار اخیستل تایید کړي.»

ده همداراز وویل:«یوناما د تخار په شمول په ټول افغانستان کې د ملي امنیت د ریاست په دفترونو کې په زوره د اعتراف اخیستلو لپاره له شکنجې پر کارولو په ښکاره اندېښنه ښکاره کړې ده.

ده دا هم وویل چې ملګري ملتونه په دې لا ډېر اندېښمن دي چې د تخار د قضیې په تړاو ویل شوي چې په مشکوکو کسانو کې دوو زده کوونکیو نجونو هم اعتراف کړی دی.

ښاغلي راډهېفر وویل، که ثابته شي چې اعترافونه په زوره اخیستل شوي، دا د محکمو دنده ده چې بې شواهدو اعترافونه ونه مني.

د افغانستان حکومت دا خبره ردوي چې ګنې اعترافونه د شکنجې په وسیله اخیستل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل:«دا تور کاملاً غلط دی، هیڅوک شکنجه شوي نه دي. له نیول شویو کسانو سره شواهد او اسناد موندل شوي او موږ د دوی اعترافونه لرو. د سرپل د تېرې میاشتې په قضیه کې له زهرجنو موادو کار اخیستل شوی و خو په تخار کې تر ډېره ګولۍ استعمال شوې وې، موږ یې شواهد لرو.»

د روغتیا نړیواله اداره وايي چې داسي شواهد نشته چې د نجونو په ښوونځیو کې له زهرجنو موادو څخه کار اخیستل تایید کړي.

د دې سازمان په وینا عصبي او ذهني ناروغۍ احتمالاً د دغو پېښو اصلي علت وي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawony.49nyi1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته