دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۳۹
د مطلب کود : 151408
د امریکا څخه د آمریکا د جدا کیدو احتمالی پایلی

د پاکستان خارجه وزیر آمریکایی چارواکو ته اختار ورکړی دی چی اسلام اباد خپل د ګټی وړ لاره په سیاسی او نظامی اړیکو کی په سیمه او نړۍ د واشنګتن رقیب هیوادونو کی به تر څیړنی لاندی ونیسی.

خواجه آصف ویلی دی چی که د واشنګتن فشارونه پر اسلام آباد وساتل سی، پاکستان به د ملګرتیا لاس به آمریکا سیمه ایز او نړیوال رقیبانو ته وغزوی.

هغه زیاته کړه چی د آمریکا فشار پر پاکستان باندی د تروریستی ډلو په وړاندی اقدام لپاره، اسلام آباد مجبوروی ترڅو خپل اړیکی د روسیی، چین، ترکیه او ایران سره سمه کړی.

د پاکستان خارجه وزیر همدارنګه د آمریکایی چارواکو څخه غوښتی دی چی که په پاکستان کی د تروریستی ډلو د پټنځایونو په اړه اسناد لری نو افشا او ددی پټنځایونو په وړاندی اقدام وکړی.

جنرال جوزف دانفورد؛ د آمریکا د ګډې لوی درستیز مشر ویلی ددی چی واضح خبره ده چی پاکستان استخباراتی سازمان د تروریستی ډلو سره اړیکه لری.

په همدی حال کی پاکستان ځواک، خپل استخباراتی اړیکه د تروریستانو سره منلی دی خو ټینګار کړی دی چی دا اړیکه ددی ډلو څخه ملاتړ په معنی نه دی.

پاکستان، مخکی له دی او د ترامپ استراتژی اعلام په وړاندی خپل عملی غبرګون کی د افغانستان او آسیا جنوب په اړه، شرق محور ته نږدی کیدو او آمریکا څخه لیری کیدو روند شروع کړی وو؛ هغه وخت چی خواجه آصف، د هغه هیواد خارجه چارو وزیر، امریکا ته مخکی جوړ سوی سفر و ځنډوله، ترڅو ایران او ترکیه او روسیه ته سفر وکړی.

چین هم چی په سنتی توګه د اسلام آباد استراتژیک سره متحد وو، د همغه شروع څخه، خپل ملګرتیا د پاکستان څخه او د ترامپ استراتژی په وړاندی اعلان کړ او ددی هیواد اړیکه د تروریزم سره رد کړه.

ددی پیښو په اساس، د پاکستان او آمریکا بیلتوب زمینه د هر وخت څخه اوس منځته راغلی او مهیا سوی دی.

د کارپوهانو په باور، که آمریکا په افغانستان کی د هند حضور پیاوړۍ کولو باندی، اصرار او زور وکړی او له بل لوری، پر پاکستان باندی فشارونه ډیرکړی ددی لپاره چی دا هیواد د تروریستی ډلو څخه اړیکی پری کړی، بیله شکه، اسلام اباد، د بیلتوب په پروسه کی به هیڅ وخت ونه نیسی.

اوس پوښتنه داده چی که دا پیښه رامنځته سی، اغیزه به یی د افغانستان راتلونکی او جاری وضعیت باندی به څه وی او ددی هیواد سولی او جنګ معادلات به څه راتلونکی ولری؟

بیلابیل کارپوهان په دی اړه بیلابیل نظریات لری.

یو د تحلیلونو او ارزونو څخه دادی چی روسیه د چین او ایران او ترکیه ترڅنګ ډیر په سرعت سره به د آمریکا څخه د اسلام آباد سره همکاری راهبردی ځای ونیسی او پاکستان منحصر و کس ته ژئواستراتژیک موقعیت ته په کتو سره چی پاکستان د افغانستان داخلی قضایاوو باندی اغیزه لری، دا یو بی بدیل او ارزښمند فرصت د هغه قدرتونو لپاره ده چی غواړی په افغانستان کی د ناتو او آمریکا یو اړخیزه سلطه له منځه یوسی او د هیواد په داخلی تحولاتو کی خپل مشروع ګټو ولټی.

د کار تردی ځایه شاید کوم لوی مشکل د افغانستان لپاره رامنځته نه سی او شاید دا د افغانستان پر بدلونونو او وضعیت باندی مثبت اغیزه وکړی.

په دی منځ کی، د ناظرانو بله ډله هم سته چی د پاکستان او آمریکا احتمالی بیلتوب اغیزو څخه چی د افغانستان پر امنیت او ثبات باندی به اغیزه ولری خبرداری ورکوی او وایی چی شاید دا کار په افغانستان کی د قدرت معادلات د آمریکا او غرب هر اړخیزی سلطه په زیان تمام کړی، خو دا تضمین شتون نه لری چی دا به د افغانستان په ګټه وی؛ ځکه افغانستان مخکی هم مشابه تجربه ترسره کړی دی او ډیر درانده لګښتونه په دی لاره کی ورکړی دی: هغه وخت چی پاکستان آمریکا ته نږدی سو ترڅو شوروی روسیه په افغانستان کی سقوط سره مخ کړه او په نتیجه کی یی، افغانستان داخلی جنګونو او وروسته د تروریستانو امن پټنځایونو باندی بدل کړل.

دا ځل هم شاید روسان او چینی یان او پاکستانیان هغه طالبانو ته نږدی کیدو سره چی یو وخت د غرب په مرسته شوروی سقوط سره مخ کړه، هڅه وکړی آمریکا په افغانستان کی سقوط سره مخ کړی.

دی اخذ ته په کتو سره، پاکستان او آمریکا بیلتوب احتمالی راتلونکی به د افغانستان ثبات او امنیت لپاره به امن او مثبت نه وی؛ بیله دی چی د کابل دولت د یو پیاوړۍ دیپلماسی څخه په ګټه اخیستنی سره چی د غرب نفوذ لاندی نه وی، شرقی قدرتونه په دی باندی مجبوره کړی چی بیله سولی او سیاست سره نه سی کولای په افغانستان کی خپل مشروع او استراتژیک اهدافو ته ورسیږی.

https://avapress.com/vdce7z8zvjh8nei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته