دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۴۳
د مطلب کود : 152457
زموږ اجازه هم ستاسو په لاس کی ده ښاغلۍ ولسمشره!

ولسمشر غنی د سازمان ملل متحد څخه غوښتی دی چی د تروریزم د تجهیز او تمویل سرچینو پیدا کولو لپاره مشترک کار ترسره سی او د تروریزم او همدارنګه مخدره توکو تمویل سرچینو له منځه وړلو لپاره عملی ګامونه پورته سی.

ښاغلی غنی دا موضوع د دوشنبه په ورځ په ارګ کی د سازمان ملل متحد امنیت شورا تحریمونو کمیتی مشر غیرت معروف سره په لیدنه کی بیان کړ.

ولسمشر وویل: هغه هیوادونه چی د تروریزم څخه یو وسیلی په توګه ګټه اخلی، باید پوه سی چی دا پیښه، د سیمی او هغوی خپل هیواد لپاره خطر دی او ټولو تروریستی ډلو په وړاندی ګډ مبارزی ته اړتیا سته.

هغه ټینګار وکړ: موږ اجازه نه ورکوو چی هیڅ یو زموږ خاوری څخه د بل هیواد په وړاندی ګټه واخلی او زموږ هیله هم د سیمی هیواد څخه همدا دی.

د ریاست جمهور اخیر اظهارات په څو محور باندی صورت نیولی دی. لمړۍ محور همغه د محمد اشرف غنی غوښتنه د سازمان ملل څخه د تروریزم په وړاندی ګډ مبارزی سره دی.

د پوهانو په باور، د هیواد د ولسمشر دا غوښتنه دوه پیغامه رسوی؛ لمړۍ پیغام د ولسمشر خپل نیت په افغانستان او سیمه کی د تروریزم سره حقیقی مبارزی لپاره دی چی ډیر ځلی د هغه یا هم هغه ویاندانو په وسیله مطرح سوی دی.

خو دوهم پیغام سازمان ملل نیت پوری مربوطیږی او داسی په نظر رسږیی چی آمریکا او د آمریکا په تبعه سازمان ملل لااقل په یو برخه کی چی طالبان سره مبارزه دی، په افغانستان کی د تروریزم سره مبارزی موضوع سره موافق نه دی؛ ځکه چی د ځینو پوهانو په باور، آمریکایان توانیدلی دی چی سازمان ملل متحد په افغانستان کی د طالبانو په وړاندی مبارزی نه کولو لپاره ځان سره یوځای کړی او په دی برخه کی د افغانستان ریاست جمهوری مخالفتونه هم جدی نه معلومیږی؛ ځکه چی شاید ددی ډلی سره جنګیدو پرځای سازش او سوله کول د ولسمشر منویات تامین او تضمین کړی؛اوس دا چی د آمریکا یانو لپاره په لمړۍ برخه کی کوم څه ارزښت لری، د هغوی تعریف سوی ګټی په افغانستان او سیمه کی دی چی په کوم صورت کی د طالب یا بل تروریستی ډلی سره جنګ او یا هم سازش او سولی ته اړتیا سته او باید ترسره سی.

د پوهانو په باور امکان لری اشرف غنی خپله دا نتیجی ته رسیدلی وی چی هغه څه چی افغانستان او سیمی په ګټه تمامیږی، تروریزم سره په هره برخه کی حقیقی مبارزه او هغه په تعبیر سره د تروریزم ریشی وچول په ټولو برخو کی دی.

خو باید پوه سو چی د هیواد ولسمشر لمړۍ نظر په دی تحلیل کی ډیر هغه ډلو باندی متمرکز دی چی افغان نه دی او نورو هیوادونو لکه پاکستان او ازبکستان او چین او حتی سوریه او عراق څخه افغانستان ته راغلی دی او په افغانستان کی امارت او خلافت جوړولو په لټه کی دی او یا هم افغانستان څخه د منځنۍ آسیا ته تیریدو لپاره ګټه اخلی.

پوهان په دی برخه کی د ولسمشر غنی خبری بی اغیزه بولی؛ ځکه چی په دی باور دی چی داعش په شان ډلی چی د آمریکایانو او هغو متحدانو وسیلی په هیڅ قرار نیولی دی، په افغانستان کی د آمریکایانو غوښتنی عملی کوی او خپل ماموریت او مسئولیت لری ترڅو افغانستان څخه منځنۍ آسیا هیوادونو په وړاندی ګټه واخلی.

نو تردی ځایه معلوم سو چی هغه دولتونه چی د تروریزم څخه وسیله ایز ګټه اخلی آمریکا دی؛ نو بنا پردی، نه سو کولای دداسی هیواد او دا هیواد پسی روان سازمان ملل متحد څخه په افغانستان کی د تروریزم په وړاندی حقیقی مبارزی غوښتونکی وسو.

لمړۍ پوښتنه چی د ولسشمر غنی ادعا په اړه مطرح کیږی دادی چی آیا په حقیقت کی داسی حاکمیت او تسلط خپل خاوری باندی لرو چی نورو په وړاندی ګټه اخیستلو اجازه او نه اجازه زموږ په لاس کی وی؟!

پوهان په دی باور دی چی افغانستان په داسی وضعیت کی نه دی چی کوم هیواد یا کوم دولت په وړاندی ګواښ په حساب راسی او که د نورو هیوادونو لپاره ګواښ باندی هم بدل سی، دا ددی هیواد دولتمردانو په اراده کی نه دی، بلکه د هغه پلان او برنامه په اساس به وی چی بیګانګان یی جوړوی او نه افغانستان دولت او ملت چی هیڅ وخت دا خیالاتو ته فکر نه کوی.

https://avapress.com/vdcji8evauqeixz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته