دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۳۱
د مطلب کود : 159277
سولې لپاره جنګ؟

 
اشرف غنی؛ ولسمشر امنیتی ځواکونو د ورځې لمانخنې په مراسمو کې وویل چی د سولې غوښتنې سربیره، د مخالفانو سره په جنګ ډګر قاطعانه وجنګیږی.
هغه تیره ورځ د کابل پروسی دوهم ناسته کې، سولې نقشه اعلان کړه چی په اساس یی، حکومت حاضر دی چی بیله کوم مخکنۍ شرط د طالبانو سره خبری وکړی او د جنګ بندون وروسته،  طالبان د یو سیاسی ګوند په حیث قبول کړی.
ښاغلی غنی وویل: سوله زموږ هیله ده؛ خو جنګ زموږ اوسنۍ وضعیت دی. بناپردی باید زموږ دفاعی مدیریت کې یو دقیقه تعلل باید شتون ونه لری. د ځان څخه قاطعانه دفاع کوو او خپل آمادګۍ ته دوام ورکوو ااو هر وخت آماده یو... یو ذره غفلت د منلو وړنه ده.
هغه وویل چی حکومت جنګ ډګر کې امنیتی ځواکونو بریالیتوب ته په اتکا سره، تیره ورځ د قدرت څخه په ګټه اخیستنې سره، سولې طرحه اعلان کړه.
ښاغلی غنی ټینګار وکړ چی هغوی هم سیاست ترلاسه کوی او هم جنګ کې بریالی کیږی.
کارپوهان وایی چی هغه څه چی جنګ ډګر کې جریان لری او هغه څه چی د کابل پروسی دوهم ناسته کې د ملی وحدت حکومت سولې راهبردی په حیث مطرح شو، منطقی موازنه نه لری.
که ښاغلی غنی او دولت یی، په حقیقت کې د قدرت له لاری سولې ته رسیدل غواړی، متقدرانه او ملی او قومی اجماع ګټو په اساس ورته راتلونکې تعریف کړی.
هغوی وایی چی ښاغلی غنی نن په داسی حال کې ادعا کړۍ چی د غربی سرچینو ریپورتونو په اساس، طالبان نږدی د افغانستان ۷۰ سلنه خاوره تر کنترول لاندی نیولی دی او دولت حاکمیت حتی ښارونو مرکزونو کې هم تر پوښتنې لاندی دی.
له بل لوری، امنیتی ځواکونو تلفاتو میزان او غیری نظامیانو قربانی هم هر کال د تیرو کلونو په پرتله، تازه ریکوردونه ثبتوی او دا د جنګ په ډګر کې د تروریستانو قدرت نیونې بله نمونه ښیی.
سربیره پردی، د ډیرو منتقدانو په باور، د ښاغلی غنی اوه ګونۍ پیشنهادونه د طالبانو سره سولې لپاره، د هغه خبری په دی مراسم کې د امنیتی ځواکونو څخه توجیه نه کوی او دا تګلاره د یو سیاسی واحد دستګاه په حیث د راټولولو نه دی؛ ځکه په لمړۍ کې، دولت په ډیر سخاومت او بخښونو سره، طالبانو سره بیله کوم قید او شرط مذاکری غوښتونکې کیږی او هغوی ته ځینی امتیازاتو او استثنائاتو ورکولو لپاره آمادګي ښیی او د سیاست پوهانو په باور، لوبې په لمړۍ پړاو کې، د خپل آخری کارټ څخه ګټه واخیستل او خپل ټول کارټونه شکاره کړه؛ په داسی حال کې دا تګلاره، یو عقلانی سیاست نظر سره یو شان نه دی.
په دی حساب سره، د څیړونکو په نظر، د سولې لپاره جنګ ادامه- هغه څه چی داکتر عبدالله په ننۍ خبرو کې هم هغه باندی ټینګار وشو- دا پوښتنه منځته راوړی چی جنګ ادامه کوم سولې لپاره؟ هغه سوله چی لپاره یی ملی اجماع شتون نه لری، چی په هغه کې د نورو قومونو او احزابو او سیاسی جریانونو مشروع اندیښنې په نظر کې نه دی نیول شوی؟ هغه سوله چی په کې د عدالت او قانون حاکمیت څخه کوم خبر نسته؟ یا هغه سوله چی په سادګۍ سره حاضر دی چی اساسی قانون مسلم معیارونو او بشری حقوق ملاحظاتو څخه تر قضایی درنو دوسیو څخه سترګې واړوی؟
آیا داسی سولې ته رسیدنه د جنګ او لګښت ارزښت لری؟
څیړونکې وایی چی یواځې په دا صورت کې چی معقول او منطقی موازنه د سولې او جنګ په منځ کې، برقرار شی او جنګ هم د سولې رسیدو لپاره هم توجیه پذیره او معنا داره کیږی.
دا په داسی حال کې دی چی د هغوی په بوار، د ښاغلی غنی ننۍ خبری، ډیر حماسی او تبلیغاتی شکل درلود او سولې او جنګ ته هغه حقیقی نظر، همغه څه وو چی چهارشنبه په ورځ، د سولې لپاره د افغانستان دولت طرحې په حیث، مطرح شو.
 
https://avapress.com/vdcguy9quak9nx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې