دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۳۵
د مطلب کود : 47594
ولسي پاڅون،حکومتي نظامیان دي که خپلواک نظامیان؟
دحصارک دپاڅون له مشرانو څخه یوبل تن دوزیر معروف خیل په نوم هم وایې چې خلک غواړي په سیمه امنیت راولي او دبیارغاونې دپروژه دسرته رسولو زمینه برابره کړي.
په غزني، فاریاب،لغمان،غور ولایتونوــ پدې وروستیو کې دننګرهار دولایت دحصارک په ولسوالۍ کې، په اصطلاح ولسي پاڅونونه بیادژبو پرسرو تاویږي راتاویږي.
داپیښه وروسته ترهغه پيښږي چې دننګرهار دولایت دحصارک دولسوالۍ یو شمیر خلکو دهغهو طالبانو پرضد چې دهغوﺉ په وینا،دهغې ولسوالۍ دسرک بیارغاونې د پروژې داجرأتو په وړاندې خڼدونه ایجادول، وسلې ته لاس ورواچاوه.
ددغه پاڅون دمشرانو په وینا، هغوﺉ به ددغه پاڅون لمن، ددې ولایت نورو ولسوالیو په تیره بیا دشیرزادو، چیرهاراو پچیر ګام ولسوالیو هم وغزوي.
ددې پاڅون له مشرانو څخه داصل خان په نوم یوتن وویل چې طالبان په ناروا کارونو لاس پورې کوي او دحصارک دولسوالۍ داصلي سرک دبیارغاونې دکار دځنډیدو په څیر دیولړ ستونزو دراولاړولو لامل ګرځیدلي وو، هغه تاکید وکړ چې خلکو دهغو کسانو پرضد وسلې ته لاس کړی چې دهغه په وینا، تربیلابیلو نومونو لاندې دخلکو دراحت او سوکال ژوند په وړاندې ستونزې ایجادوي.
دحصارک دپاڅون له مشرانو څخه یوبل تن دوزیر معروف خیل په نوم هم وایې چې خلک غواړي په سیمه امنیت راولي او دبیارغاونې دپروژه دسرته رسولو زمینه برابره کړي.
ښاغلي معروف خیل وویل: زمونږ راتلونکې کړنلاره داده چې خپله ولسوالۍ ودانه او دخپلې سیمې امنیت خوندي کړو، خلک له لووي مري، مونږ غواړو څو دخپل پاڅون لمن ددې ولایت، دشیرزادو، چپرهار او پچیراګام ولسوالیوته وغزوو او داسې افراد له خپلې سیمې څخه وشړو.
هغه ټنګار وکړه، هرڅوک چې زمونږ خاوره، زمونږ ناموس او زمونږ ژوند له خطر سره مخامخ کوي، زمونږ دشمن دی، مونږ ددې ډول خلکو په وړاندې مقاومت موو او مونږ تر اوسه توانیدلي یو چې داډول خلک له نژدی۲۰ـــــ۲۵ کلیو څخه وکاږو.
دا په داسې حال کې دی چې ددفاع وزارت ویاند ((ظاهرعظیمي)) دغه پهڅونونه يوبری وباله او هغه یې له ملي اردوسره دخلکو دمرستې پایله وبلله.
طالبان هم پاڅون کونکي حکومتي نظامیان ګڼي، خود پاڅون کونکو کشران بیا هغه
(پاڅون کونکي) خپلواک ګڼي.
له بلې خوا ځینې کتونکي او شنونکي، ددغو پاڅونونو ماهیت له کلکو پوښتنو سره مخامخ ګڼی. هغوﺉ دغزني په پاڅون اسنتاد کوي چې په هغه کې، په افغان غږ خبری آژانسیلو کې ویل کیدل چې په حزب اسلامي پورې ټرلي نظامیان، دهغه ولایت اندړو په ولسوالۍ کې، له طالبانو سره په جګړه اخته شوي دي، خو وروسته دغه پاڅونونه خلکو ته منسوب شول او((خودجوشه)) پاڅونونه وګڼل شول، اوس ظاهر عظیمي هغه دخلکو اردو ترمنځ دمرستې پایله بولي،پدې منځ کې، دکار پیژاندو تحلیلونه ځینې نور استنادونه هم لري او هغه داچې ددغو پاڅونونو قومنداني، په غزني کې دغه ولایت پخواني والي فیضان الله فیضان، چې دحزب اسلامي له پخوانیو غړو څخه ؤ ، په غاړه درلوده. هغه نژدې دوه ورځې وړاندې، په غزني ښارکې دڅوځان وژونکو افرادو له لوری په ډزو کې ټپي شو، خو برید کونکي پخوا تردې چې خپلو ځان وژونکو واسکټونو په چاویدو بریالي شی، دامنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول.
ویل کیږي چې ددې پيښې اصلي عامل په همدې موخه له پاکستان څخه غزني ته راغلی ؤ.
له بلې خوا پاڅون کونکي دنسبتآ پرمختللو وسلو او مهماتو لرونکي دي. څه موده وړاندې دعربي هیوادو یوشمیر له مولویانو څخه څوتنه هم دغزني ولایت داندړو ولسوالۍ ته راغلي وو او په يوډول یې وروستي پاڅونونه په دغه ولسوالۍ کې تشریع او تجویزوکړل، داسې یوه مسله چې ددغو پاڅونونو دماهیت په اړه یې دشک او شبهو لمن پراخه کړه.
په هرحال، له هغو محتاطانه استقبالونو څخه چې ددې پاڅونونو په اړه، دطالبانو دضد مراجعو له خوا، دنظام له دننه او بهرڅخه پلي کیږي، اوس هم همدا اندیښنه په خپل حال پاتې ده چې داسې نه داقیام کوونکي دومره غښتلي شي چې په حزب اسلامي پورې په تړلو او یاد دکومې بلې سیاسي ــــ نطامې ډلې دپيدا یښت سبب او دافغانستان دسیاست ددې ناروغ بازار دطوندي کیدو لامل اود واک پدې زر زومه لرونکې ناوې کې دبرخې او حق غوښتونکي شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgtn9t.ak9uy4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته