دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۱۸
د مطلب کود : 47524
ولسي پاڅونونه ددولت ملاټر او آګاهانه لاښونې ته اړتیا لري
حجت الاسلام والمسلمین محمد رشید آزاد، ولسي پاڅونونه، دهیواد لپاره هیلمن وبلل اوویې ویل: دافغانستان دتاریخ په اوږدوکې ولسي پاڅونونه توانیدلي چې زمونږ داسلامي هیواد په برخلیک کې بدلون راولي تو دامئسله تر اوسه پورې ټولونړیوالو ته ثابته شوې چې که دافغانستان ملت پاڅیږي،کولای شي دنړۍ خورالوی زیرځواک په ګونډو کړي. 

دغه سیاسي کار پوه ددې ټکي پّ بیانولو سره، چې ددغو پاڅونونو ادامه کولای شي چې طالبان نابود دو واک کړي، ویې ویل: هرکله چې دغه پاڅونونه، نور ولایتونو ته تیت شي، خلک دطالبانو په وړاندې دټنګاراو مقاومت ځواکمني لري او کولای شي چې هغوﺉ نیست او نابود کړي. 

هغه له((افغان غږ خبری آژانس)) آژانس سره دخپلو خبرو په ادامه، له ولسي پاڅونونو څخه ددولت ملاتړته اشاره وکړه او څرګنده یي کړه: دولت دنده لري چې دولسي پاڅونونو پيروي او ملاتړ وکړي او هغوﺉ له طالبانو سره دمقابلې لپاره په وسله سمبال کړي او ددې پاڅونونو په بهیر باندی نظارت ولري. 

دهغه په باور که دغه پاڅونونو ددولت له خوا په سم لوري رهي شي، هیلمنه راتلونکې به ولري او که په سمه توګه یې سازماندهي ونه شي، په هیواد کې دپردولښکرو له شتون سره سره، دهیواد، ملت او دولت لپاره زیانمن کیدالای شي. 

دغه سیاسي کار پوه په پای کې ،په هیواد کې دپردو او بهرنیو ځواکونو شتون ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه: دې ټکې ته په پاملرنې سره چې زمونږ هیواد دپردیو تر واکمنۍ او نفوذ لاندې دی، شاته دپردیو لاسونه او شیطانتونوته باید هم پام ولرو.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjxiex.uqea8z,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته