دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۲۶
د مطلب کود : 102359
فراه: تیره شپه په بالابلوک کې له مخالفینو سره نښتې روانې وې

د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې تیره شپه هم د وسله والو مخالفانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې وې.
په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال وایي، تیرماښام د نښتو شدت کم شو.
د فراه ولایت چارواکو ویلي، په جګړو کې ۲۵ تنه وسله وال او دوه پولیس وژل شوي دي.
د افغانستان د کورنیوچارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د جګړې په اړه پرون مازدیګرازادۍ راډیو ته ویلي و:
″یوشمېروسله والو مخالفانو د فراه ولایت د پولیسو پر پوستو په خاص ډول، د بالابلوک ولسوالۍ مربوط د کمپنۍ ګنسک، ګنج اباد او د چار کوچې سیمو پر سیمه ییزو پولیسو حملې وکړې.″
د دوشنبې په ورځ، سیمه ییزو چارواکو ویلي و، په سلګونو طالب وسله والو په بالابلوک ولسوالۍ کې پرحکومتي ودانیو او امنیتي پوستو تنظیم شوې حملې کړې دې.
د بالابلوک ولسوال ملا سید محمد ویلي و، که چیري دوي ته حکومت کومکې ځواکونه وانه ستوي، دا ولسوالۍ ممکن د طالبانو په واک کې شي.
له بلې خوا، د ولسي جرګې غړیو د دوشنبې په ورځ وویل، په افغانستان کې د ناامنیو د زیاتیدو یو علت د امنیتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ نه شتون دی.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcft0dy1w6dxma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته